|
|
|
|
|
په ناسته کې لومړى دميدان وردګ ولايت والي پر امنيت خبرې وکړې او پرهغو لارو چارو يې رڼا واچوله چې په نوموړي ولايت کې يې دامنيت په ښه والي کې مثبت رول ادا کړيدى. يادونه يې وکړه، چې دامنيت ټينګښت لپاره دامنيتې ځواکونو برسېره له ولسي وګړيو او قومي مشرانو، ديني عالمانو سره يې غونډې کړي،چې له همدې امله له څلورو مياشتو راهسې په ولايت کې امنيت ښۀ شويدى. هغۀ د ولايت پر جيو پوليټکي ارزښت ټينګار کاوۀ او دکورنيو چارو له وزارت نه يې ګيله درلوده، چې د تشکيل پر اساس نوموړي ولايت ته دولس سوه پوليس منل شوي خو په ولايت کې دوه سوه پوليس موجود دي. د امنيت دسمون په خاطر، يو تن ليکوال محمد اسماعيل نويد يادونه وکړه، چې دامنيت راوستنه کې ملي اردو اوملي پوليس ښه رول ادا کولاى شي. پوهنه: دپوهنې په اړه ښاغلي نعيمي يادونه وکړه، چې په ميدان وردګوکې يې د پوهنې په وړاندې دستونزو د هوارېدو په هيله له استادانو او مديرانو سره غونډې او ورکشاپونه جوړ کړيدي. په ميدان ښار کې دکرنې په مسلکي لېسه کې، چې نوې جوړه شوې، دڅلوېښتو تنو لپاره د ليليې اساني رامنځته شوې او په دغۀ ښوونيز مرکز کې دترکيې او افغانستان د تعليمي نصاب له مخې زدکړيز پروګرامونه چمتوشويدي. هغه وويل،چې اوسمهال په ميدان وردګو کې کابو يولک او اته ويشت زره نجونې او هلکان پر زده کړو لګيادي.يادونه يې وکړه، چې دغلته به ديوې ميخانيکي لېسې کار هم پيل شي. دسږ کال فارغانو په اړه يې وويل، چې سږ څوارلس سوه او دوه زده کوونکي له لېسونه فارغ شوي او په ولايت کې د کانکور دازموينې دلارښودنې په موخه څلوېښت ورځني کورسونه جوړشوي وو. هغه وويل، چې د ترکيې له هېواد نه يې د لوړو زده کړو بورسونه هم غوښتي او له دې وړاندې يې هم ځينې کسان دلوړو زده کړو لپاره ترکيې او هندوستان ته استولي دي. ليکوالانو او فرهنګيانو وړانديز وکړ، چې د استادانو لپاره دې روزنيز کورسونه جوړ شي. او دمعاشونو دلوړاوي لپاره يې بايدهم هلې ځلې وکړل شي. برېښنا: په ناسته کې د برېښنا په اړه ښاغلي والي وويل،چې په راتلونکيو شپږو مياشتو کې به ميدان ښار ته له کابل نه برېښنا وغزول شي. يادون يې وکړ،چې دچک دبرېښنا کوټ د رغونې لومړني کارونه پيل شوي،چې له دې سره به دميدان وردګ ځينو سيمو ته برېښنا ورسيږي. همدارنګه د لمريزې برېښنا لپاره يې هم دجاپان له استاځيو سره خبرې کړيدي. سړکونه: دسړکونو په اړه، ښاغلي نعيمي وويل،چې په ميدان وردګوکې دميدان ښار_باميانو،دکابل هرات دلوې لارې دتوپ له دښتې نه تر- چک پورې ،سيداباد- اوونخي او دلومړيو بهسودونه دغزني تر ناور ولسوالۍ پورې سړکونو باندې کارونه روان دي. هغه يادونه وکړه،چې دځينو سړکونو او نورو ودانيزو پروژ قرار دادونه په وزارتونو کې کيږي،چې هان دقراردادونو کاپيانې هم ولايتونو ته نه ورلېږي له دې امله په وخت او ښه توګه باندې دځينو پروژو کار، نه بشپړيږي. هغۀ له وزارتونو نه وغوښتل، چې خپل ولايتي رياستونه دې حمايه کړي او قراردادونه دې په ولايتونو کې ترسره شي. هغه ياده کړه، چې ځينې پروژې شپږ ځلې لاس، په لاس خرڅې شوي او يوقرار دادي پر بل باندې پلورلې دي،چې په نتيجه کې ځينې ودانۍ په بې کيفيته توګه جوړې شوي او له څومياشتو وروسته نړېدلي دي. کډوال: دکډوالو په اړه والي نعيمي يادونه وکړه، چې يو ښارګوټى يې په نرخ ولسوالۍ کې دکډوالو لپاره رامنځته کړى. او په سيداباد کې دکډوالولپاره پر يوۀ بل ښارګوټي باندې کار کوي، چې په نږدې مها ل کې به پر کډوالو باندې ووېشل شي. نورې پراختيائي چارې: والي عبدالجبار نعيمي وويل، چې دادارې دپياوړتيا او د ولسواليو دکارونو دمؤثريت په خاطر يې ټولواړوندو ولسواليو ته کاري پلانونه جوړکړي او له ولسوالانو او رئيسانو څخه يې غوښتي چې ولس سره دليدنې کتنې لپاره په اوونۍ کې يوه ورځ وټاکي. هغه يادونه وکړه، چې له دې وړاندې به ډېرى ستونزې په کابل کې حل کېدې خو اوس دميدان وردګ په اداره کې دا وړتيا پيداشوې، چې د خلکو ستونزې په ولايت کې هوارې شي. کرنيزې چارې: هغه وويل،چې دمېوې ددوه لويو سړو خونو او دېرش دکچلو سړو خونو پر جوړولو برسېره يې اوسمهال په ټول ولايت کې ١٠٨ شنې خونې،چې په هر موسم کې به پکې کرنه کېداى شي، رامنځته کيږي.هغه وويل،چې په ميدان ښار کې پر يو حيوانې کلينک کار روان دى او په نورو ولسواليوکې پلان کې نيول شويدي. هغه يادونه وکړه،چې په ولايت کې يې کرنيز کوپراتيفونه رامنځته شوي او هيله يې وښوده، چې په ولايت کې به دجوس او مربا فابريکې هم رامنځته شي. ستونزې: همداشان والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې دولايت په پرمختيائي کارونو کې له يو لړ ستونزو سره هم مخامخ شويدى. په ولايت کې يې يوبوټى کوکنار نه کرل کيږي، خو ددې په بدل کې ورسره کافي مرسته نده شوې. قراردادونه په مرکز کې کيږي او له ولايتي ادارو سره اړيکي نه نيول کيږي، چې دا دځينو پروژو دبې کيفيتۍ سبب ګرځي. په تشکيل کې ورته دولس سوه پوليس منل شوي خو په حقيقت کې يې په ولايت کې دوه سوه پوليس هم نشته دى. همدغسې هغه يادونه وکړه، چې ځينې وزارتونه يې په ولايت کې يوه پراختيائي پروژه هم نلري اونه هم دخپلو ولايتي رياستونو پوښتنه کوي، چې په ولايت کې يې رياستونه په څه حال دي او ايا کومې پراختيائي پروژې لري او که نه؟ همدغسې ليکوالانو هم په ولايت کې دپوهنې، امنيت او بيارغونې په اړه خپل نظريات دولايت له والي سره شريک کړل او پر ستونزو يې خبرې وکړې. دناستې په پاى کې والي عبدالجبار نعيمي له ليکوالانو ، ژورنالسټانو او فرهنګيانو نه وغوښتل، چې په هېواد کې ديووالي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او دخپل قلم پر مټ نور هېواد له جنګ جګړو څخه وژغوري او دمينې او محبت په لار يې رهي کړي. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||