تبليغاتX
ميدان وردګ - دودان دروغتون مسئولينو دجغتو ولسوالي دغازي محمد جان خان په عالي ليسه کي دنشه ئي توکو په هکله دعامه پ
دميدان وردګوولايت اووګړيو په اړه بېلابېلې ليکنې

دقرانکريم دتلاوت نه وروسته دروغتون مسئول ډاکتر محمد اقبال دغونډي کډونکوونکو ته چه شمير ئي د 900 کسانو په شاوخوا کي ؤ دودان دنشه ئي توکو دکنترول او تقاضا کمولو مسئول محترم ډاکتر سردار ولي نيکي هيلي او تمنيات وړاندي کړل او دروغتون دخدمتونو او فعاليتونو په باره کي ئي معلومات ورکړل.

دمخدره موادو مادي او معنوي نقصانونو او هغه بد امنيو په اړه چه دنشه ئي توکو داستعمال له امله منځ ته راځي او تولنه متضرره کوي خبري وکړي. دغونډي برخوالوته ئي وويل چه مونږ او تاسو مسلمانان يو بايد په اسلامي تعليماتو پوره عمل وکړو او دنشه ئي موادو داستعمال نه ځانونه وساتو. دودان روغتون چه په ميدان شهر کي دمعتادينو دعلاج او تداوي لپاره جوړشوي تر اوسه ئي په سل ګونو معتادين وړيا تداوي کړيدي. که چيري ستاسو په کور او کلي کي معتادين موجود وي دعلاج او تداوي لپاره ئي ودان روغتون ته واستوي دروغتون مسئول دخپلو خبرو په پاي کي دمعارف محترم رئيس عبدالواحد حکمت، دافغاني احساس او نيکي جذبي پوره ستاينه وکړه چه دودان روغتون مسئولينو ته ئي دمعارف درياست پوري مربوطو ليسو کي دعامه پوهاوي پروګرامونو د جورولو موقع ورکړي ده. همدارنګه دجغتو ولسوالي دپوهني مدير عبدالمتين وردک ، دغازي محمد جان خان دليسي محترم مدير سيداحمد شاه ، دليسي محترم سر معلم سيد مطيع الله او دتولو استادانو څخه مننه وکړه چه دعامه پوهاوي غونډي دجوړولو لپاره ئي دير ښه انتظام کړي وه.

دډاکتر محمد اقبال څخه وروسته دطبي چارو مسئول ډاکتر نجيب الله (شينواري) دنشه ئي موادو هغه ناوړه تاثيرات چه دانسان په صحت ئي لري دغوندي ګډون کوونکو ته مفصل بيان کړل. دخپلو خبرو په يوه برخه کي ئي وويل چه هر هغه څيزونه چه دانسان صحت او اقتصاد ته نقصان رسوي او استعمال ئي زمونږ په خوږ دين کي منع دي بايد ځان تري وساتل شي.

دډاکتر نجيب الله څخه وروسته دودان روغتون تداوي شوي او روغ شوي مريض عبدالرقيب خان چه دجغتو دولسوالي اوسيدونکي ؤ دروغتون پروګرامونه او فعاليتونه دغوندي حاضرينو ته تشريح کړل او دودان روغتون دمسئولينو او کارکوونکو څخه ئي دهغوي دهغه خدمتونه او کوښښونو شکريه ادا کړه چه په دير اخلاص سره ئي دده او د نورو معتادينو په علاج کي سرته رسولي ؤ.

عبدالرقيب خان دخپلو خبرو په اخر کي وويل چه دودان دروغتون دمسئولينو او کارکوونکو دخدمت او صداقت برکت دی چه زه نن ديو روغ او جورشوي انسان په څير ستاسو مخ کي ولاړيم او خبري کوم.

دعبدالرقيب خان څخه وروسته دجغتو دولسوالي د پوهني مدير عبدالمتين وردک خبري وکړي او خپل دوه شعرونه چه دمخدره موادو د ضررونو په باره کي ئي ترتيب کړي ؤ واورول. دپوهني مدير دودان روغتون دمسئولينو او کارکوونکو څخه د شکرئي او منني په څرګندولو سره وويل چه ودان دميدان وردکو ولايت دخلکو لپاره ډير ستر خدمت کوي. دولايت ټول اوسيدونکي بايد ددوي خدمتونو ته دقدر په سترګه وګوري او هر ډول همکاري ورسره وکړي.

غونده دپوهني دمدير په اختتاميه وينا پاي ته ورسيده. 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  |