|
|
|
|
|
کوم ځوانان چه په نشو اخته شوي هغوي تشويق کړي چه خپله تداوي دودان په روغتون کي وکړي. ودان روغتون په ميدان شهر کي دټولو معتادينو تداوي او علاج بي له کوم توپيره وړيا کوي. دروغتون ټول پروګرامونه چه دمعتادينو دعلاج، روزني او پالنۍ لپاره سرته رسيږي دمجربو ډاکترانو او استاذانو پواسطه پرمخ وړل کيږي. ډاکتر محمد اقبال دخپلو خبرو په اخرکي دمحترم والي صاحب عبدالجبار (نعيمي)، داجرائي محترم رئيس صاحب حاجي عبدالله خان او دصحت عامي دمحترم رئيس صاحب الحاج غلام فاروق وردک او دولايت دټولو اړونده کسانو هغه همکاري او خدمتونه چه دروغتون دښه تنظيم او پرمختک لپاره کړي ؤ وستايل او دزړه له کومي ئي تري شکريه اداکړه. دغوندي برخوالو ته ئي وويل چه دميدان وردکو دولايت دمسئولينو، دودان دخيريه اداري دټولو مشرانو او دودان دروغتون دمسئولينو او کارکوونکو دا ارزو ده چه تاسو او ټول هيوادوال دهميشه لپاره روغ، فعاله، خوشحاله نيک مرغه او دښه ژوند لرونکي اوسي. دروغتون دمسئول څخه وروسته دتعقيبي پروګرام مسئول استاد سالم جان وينا وکړه. روغو شوو مريضانو ته ئې وويل چه تاسو اوس جوړ شوي ياستي، پخواني عادتونه پريږدي او په خپلو کړو وړوکي مکمل بدلون راولي چه خپل او خپلوان او دټولني اوسيدونکي په تاسو اعتماد پيدا کړي. بدکارونه مکوي، دنشو پخوانيو ملګرو سره مه ګرځي او دعياشه او بي بندو باره خلکو سره ناسته ولاړه پريږدي تر څو بيا په نشو اخته نشي. استاد سالم جان هم دمعتادينو کورنۍ او دټولني مخور او عام خلک دروغو شوو معتادينو په وړاندي خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل. داستاد سالم جان څخه وروسته استاد مطيع الله خان چه دودان روغتون ټولنيز کارکوونکي دی خبري وکړي او دغونډي برخوالو ته ئي وويل چه دمخدره موادو استعمال زمونږ په هيواد کي زيات شويدي اکثره ځوانان په نشو اخته شوي. که چيري علاج ئي ونه شي دټولني نور خلک هم په نشو اخته کيږي نو دټولني دټولو خلکو مسوليت دی چه ددي خوريدونکي مرض مخه په کډه ونيسي. دا چه اوس مونږ خپل تداوي شوي مريضان روغ وينو. دا تاسو او دودان روغتون لپاره دخوشحالي او افتخار ځاي دي. مونږ به وخت په وخت ستاسو خبر اخلو، ستاسو د مشکلاتو څخه به ځان خبرو او همکاري به درسره کوو. وروسته ټولو روغو شوو مريضانو په نوبت سره خبري وکړي. دروغتون دمسئولينو او ټولو کارکوونکو څخه ئي مننه وکړه چه ددوي علاج او خدمت ئي په اخلاص سره کړيدي او دوي ته ئي ددی بد مرض څخه نجات ورکړيدي. ټولو تعهد وکړ چه بيا به په نشو نه اخته کيږي او کوم کسان چه په نشو اخته دی هغوي به هم تشويقوي چه دودان روغتون ته دتداوي او علاج لپاره لاړ شي. په اخره کي دغونډي دګډون کوونکو په نمايندګي معلم عبدالقيوم خان او قاري عبدالولي خبري وکړي. ددوان دټولو مشرانو او دودان دروغتون دمسئولينو او کارکوونکو څخه ئي مننه وکړه چه په پوره اخلاص سره ئي دمصيبت ځپلو وطنوالو دخدمت لپاره ځانونه وقف کړيدي. دټولو دولتي او غير دولتي ارګانونو څخه ئي وغوښتل چه دودان دمشرانو او دودان روغتون دمسئولينو په شان د درديدلو افغانانو خدمت په ښه نيت او اخلاص سره وکړي او داعتياد عوامل چه زياتره ئي ناپوهي، فقر، بيکاري، او طبقاتي توپيرونه دی بايد له منځه يوړل شي. ټول خلک داسلام دمقدس دين دتعليماتو نه خبر شي، دميډيا دلاري او وخت په وخت دعامه پوهاوي غونډو دلاري نه خلکو ته دمخدره موادو ديني، اجتماعي، اقتصادي او صحي ضررونه بيان شي. غونډه دمحترم قاري صاحب عبدالولي په اختتاميه وينا او دعا پاي ته ورسيده. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||