تبليغاتX
ميدان وردګ - دودان روغتون له خوا د ملی اردو په قرارگاه کی د مخدره موادو د اضرارو په هکله د ټول پوهاوي غونډه سرته
دميدان وردګوولايت اووګړيو په اړه بېلابېلې ليکنې

غونډه داستاد مطيع الله خان له خوا دقرانکريم د څو مبارکو اياتونو په لوستلو سره پيل شوه. دقرانکريم د تلاوت نه وروسته دودان روغتون مسئول ډاکتر محمد اقبال د غونډي د جوړيدو په هدف او مقصد رڼا واچوله.

ډاکتر محمد اقبال د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل چي د مخدره موادو استعمال د يوي خوانه صحي، اقتصادي او اجتماعي زيانونه لري او دبلي خوا نه د اسلام په مقدس دين او دنړي په هر قانون کي منع دي.

ځوانان چه د يو هيواد معنوي پانګه ده دنشه يي توکو په استعمال سره خپل استعدادونه، صلاحيتونه او دمسئوليتو احساس دلاسه ورکوي.پکار داده چه زمونږ ټول خلک خصوصاً د ملي اردو ځوانان د نيشه ئي موادو د استعمال څخه ډډه وکړي چه معتاده نشي. نو ملګری او دوستان هم د مخدره موادو د ضررونو څخه خبر کړي. او کوم کسان چي معتاده شويدي دتداوي او علاج لپاره ودان روغتون ته راشي.

پدي روغتون کي دتداوي ټول سهولتونه وړيا، دمذهبي، لساني، او منطقوي تعصب نه پرته د ټولو خلکو لپاره چي په نيشو اخته شوي موجود دي.

ډاکتر محمد اقبال زياته کړه چي دودان داداري مسئولينو او مشرانو په ښه نيت پخه اراده کړي ده چي د مخدره موادو نه پاکه يوه تولنه جوړه کړي تر څو ځوانان فعاله، متحرکه او دښي جذبي په لرلو سره ګران هيوادافغانستان ته د خدمت کولو جوګه شي.

ډاکتر محمد اقبال د ټولو حکومتي او غير حوکومتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چي دودان سره پدي مقدس جهاد کي چي د مخدره موادو په ضدئي په ټول هيواد کي  پيل کړي مرسته وکړي.

دودان روغتون مسئول د خپلو خبرو په پاي کي د ميدان وردک ولايت محترم والي صاحب عبدالجبار نعيمي، دولايت د ټولو رياستونو مسئولينو او دملي اردو صاحب منصبانو څخه مننه وکړه چي دروغتون د شروع نه تر اوسه پوري ئي د روغتون سره هر اړخيزي مرستي کړيدي.

ډاکتر محمد اقبال دملي اردوقوماندان محترم مومن خان څخه هم مننه وکړه چي د ملي اردو په قرارګاه کي ئي دمخدره توکو په ضد دټول پوهاوي غوندي جوړولو لپاره ډير ښه انتظام کړي ؤ. توقع ئي ښکاره کړه چه اينده کي هم په همدي ډول غونډو په جوړولو کي دودان روغتون سره همکاري وکړي.

دودان روغتون د مسئول نه وروسته دروغتون معاون اوطبي چارو مسئول ډاکتر نجيب الله خان يوه علمي وينا وکړه. دمخدره موادو د استعمال نه چه کوم ضررونه د انسان د صحت لپاره پيداکيږي دغونډي برخوالوته په صحي اوعلمي دول تشريح کړل.

ډاکتر نجيب الله په خپلو خبروکي وويل چي کوم کسان نيشه ئي توکي استعمالوي هغوي دخپلو ځانونو سره دښمني کوي او څوک چه دخپلو ځانونو سره دښمني کوي هغوي خپله خپل ځانونه د تباهي کندي ته غورځوي.

داسي کسان دخپلوځانو، دخپلو کورنيو او دخپلي ټولني لپاره هيڅ خدمت نشي کولاي. هميشه په خپلي ټولني باروي اوټول خلک ورته په سپک نظر ګوري. داردو ځوانان بايد د نيشه ئي موادو داستعمال څخه ځانونه وساتي، ددين او دوطن خدمت او حفاظت په اخلاص سره وکړي.

ډاکتر نجيب الله وويل چي دميدان وردک په ولايت کي دودان روغتون شپه او ورځ ستاسو په خدمت کي دي کوم کسان چي په نيشو اخته شويدي هر وخت کولاي شي چي راشي او خپله تداوي وکړي.

دروغتون دطبي چارو مسئول دروغتون دهغو خدماتو په اړه چه د معتادينو دعلاج اوتداوي لپاره سرته رسيدلي ؤ دغونډي برخه والوته معلومات هم ورکړل. ورپسي دودان روغتون دتراني ټيم يوه ترانه چي
(دودان دتراني) په نوم ياديدله واوروله چي دغونډي دبرخوالو له خواډيره خوښه او دلاسونو په پړقولو سره بدرګه شوه.

دغونډي په اخر کي دملي اردو محترم معاون طيب خان اختتاميه وينا وکړه. دودان دروغتون دمسئول اوکارکونکو څخه ئي ډيره مننه وکړه، فعاليتونه او خدمتونه ئي ورته وستايل او ددوي په کارونو ئي اطمينان ښکاره کړ، دودان روغتون مسئول ته ئي ډاډ ورکړ او وي ويل چي ودان دهيواد په اوسنيو سختو شرائيطو کي ډير دروند مسئوليت (دمعتادينو علاج، دمعتادينو بيارغونه اودعامه اګاهي پروګرام) په غاړه اخستي دي.

مونږ هر وخت حاضر يو چه تاسو سره همکاري وکړو.

خپلو عسکروته ئي وويل: دودان روغتون مسئولينو چه کومي سودمني او فايده مني خبري وکړي داسي نشي چي تاسو يواځي په غوږو واوريدي اوهيرئي کړي. پدي خبرو عمل وکړي او نورو خلکو ته ئي هم ورسوي. اوکوم کسان چه په نيشه ئي موادو روږدي شويدي علاج لپاره دی ودان روغتون ته ورشي ځکه چه دميدان وردک په ولايت کي دمعتادينو دتداوي لپاره دايواځني وتلي او منلي روغتون دي. تاسو لپاره دايوه بهترينه او طلائي موقع ده، داموقع دلاسه ورکوي.

 

 

 

 

 

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  |