|
|
|
|
|
دمخدره موادو دهغو ضررونو او خطرونو، په باره کي چه فرد او ټولنه تري متاثره کيږي خبري وکړي. علما، سپينږيري او قومي مشران ئي خپلو مسئوليتونو ته چه دټولني د افرادو په وړاندي ئي لري متوجه کړل او ورته ئي وويل چه ددي ولايت ټول اوسيدونکي هغه غيرتي او ميړني خلک دي چه د تاريخ په اوږدو کي ئي دخپل دين، عقيدي، خاوري او وطن څخه دفاع کړيده. که چيري ځوانان ئي دنشه ئي موادو په استعمال عادت شي نو دمسئوليت احساس او دقرباني جزبه ئي له منځه ځي، دخپل دين، سپيڅلي عقيدي، خاوري او وطن څخه دفاع نشي کولاي او دټولو فسادونو او بدامنيو سبب ګرځي. نو علما، سپين ږير، قومي مشران او دټولني ټول خلک مسئوليت لري چي په دی مقدس جهاد کي چه دفتني او فساد له منځه وړل او دنشه ئي موادو لعنت ختمول دي له مونږ سره برخه واخلي. په معتادو کسانو کي دنشه ئي موادو دپريښودلو انګيزه پيدا کړي ترڅو په خپله خوښه تداوي لپاره حاضر شي کوم کسان چه تداوي شوي دي دهغوي په ښه طريقه څارنه او پاملرنه وشي او په ټولو اجتماعي کارونوکي برخه ورکړ شي چه دمحرومي احساس ئي له منځه ولاړ شي او بيا معتاد نشي. ډاکتر محمد اقبال وويل چه محترم والي صاحب عبدالجبار نعيمي مونږ ته ډاډ راکړي چه دی روغتون ته به مناسب ځاي کي تعمير جوړو، امکانات به ورته برابرؤ چه روغتون نور هم فعال او منظم شي. تر څو داروغتون دنورو ولايتونو لپاره نمونه وګرځي. ورپسي ډاکتر نجيب الله شينواري داسلام له نظره دمخدره موادو دتحريم او دمخدره موادو داجتماعي، اقتصادي، او صحي ضررونو په باره کي معلومات ورکړل او د روغو شوو مريضانو سره دټولني دخلکو دسلوک او روش په هکله خبري وکړي.ډاکتر نجيب الله علماؤ، سپين ږيرو او قومي مشرانو ته دعوت ورکړ چه راشي او ودان روغتون له نږدي نه وګوري.پدي روغتون کي علاوه پردي چه دمريض داعتياد تداوي کيږي دمعتاد اخلاقي اړخ هم په نظر کي نيول کيږي. داسي تربيه او پالنه ئي کيږي چه د ټولني سالمه او فعال اشخاص تري جوړ شي او په اينده کي په ټولو اجتماعي کارونو کي برخه و اخلي. دخپل ځان، کورني او ټولني لپاره دخدمت مصدر وګرځي. ډاکتر نجيب الله نه وروسته اجتماعي کارکوونکي استاد مطيع الله خان خبري وکړي او دغونډي برخوالو ته ئي وويل چه دا ستاسو اسلامي او ملي مسئوليت دي چي په خپل کور او کلي کي خلک دمخدره موادو دضررونو څخه خبر کړي او کوم کسان چه معتاده شويدي ودان روغتون ته دتداوي لپاره راوليږي. کوم معتادين چه دتداوي نه وروسته خپلو کورونو ته راځي پکار داده چه فاميلونه، خپل او خپلوان او دکور او کلي خلک ئي تقدير کړي، ښه سلوک ورسره وکړي، تشويق ئي کړي چه دټولني عياشه او بي بندو باره خلکو او دنشو پخوانيو ملګرو سره ناسته ولاړه ونکړي چه بيا معتاده نشي. داستاد دمطيع الله خان نه وروسته د صحي چارو مرستيال ډاکتر فضل ولي دغونډي برخوالو ته وويل چه دودان روغتون ستاسو خدمت لپاره جوړ شويدي او مسئولين ئي په ښه نيت او په پوره اخلاص سره ستاسو په ولايت کي دهغو ځوانانو تداوي او علاج کوي چه دغربت، فقر او بيکاري له امله د يو مړي ډوډي دپيداکيدو په خاطر ايران او يا نورو هيوادونو ته تللي او په نشو اخته شويدي او يا دکورنۍ او ټولنيز ژوند دناخواليو له كبله معتاده شويدي. پدي کي شک نشته چه اعتياد يو داسي مرض دي چه که علاج ئي ونشي نو د يو فاميل يا ديوي ټولني نور افراد هم پري اخته کيږي. نو تاسو نه زمونږ طمع ده چه دودان روغتون دمسئولينو سره هر ډول همکاري وکړي تر څو پدي ولايت کي دمعتادينو د علاج او تداوي پروګرامونه نور هم په موفقانه ډول پرمخ ولاړشي. په اخره کي دغونډي دګدون والو په نماينګي څو تنو دروغتون دکارونو او فعاليتونو نور هم دښه منظم کيدو او د ولس د خلکو دلازيات خدمت کولو په خاطر دخپلو خيالاتو اظهار وکړي دودان روغتون مسئولينو ته ئي دهردول همکاري وعده ورکړه.غونډه دشيخ اباد دعالي ليسي محترم مدير الحاج محمد مبارک په اختتاميه وينا او دعا پاي ته ورسيده. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||