تبليغاتX
ميدان وردګ
دميدان وردګوولايت اووګړيو په اړه بېلابېلې ليکنې

درخواست رهبري ولايت ميدان وردګ غرض مساعدت مالي  و نقدي  جهت رشد و ارتقاى سطح معارف در ولايت ميدان وردګ

بسم الله الرحمن الرحيم

هموطنان عزيز،تجارملي وسرمايه داران ګرانقدر!

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته،

نخست ازهمه صحت وموفقيتهاي هرچه بيشترتان از خداوند توانا وعزو جل استدعا دارم!


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

خبري غونډه ته دميدان وردګودوالي وينا

 

دلړم\عقرب پراووه مه دميدان وردګووالي الحاج عبدالجبارنعيمي په ميدان وردګوولايت کې له يوې ډلې ژورنالسټانوسره دنوموړي ولايت په مقرکې خبرې وکړې،چې متن يې په لاندې ډول دی:    

 

كله چې دوه نيم كاله دمخه دافغانستان دلوړومقاماتودلزوم ديدپراساس دميدان وردګو ولايت دوالي په حيث وټاكل شوم اودولايت دنده رسماً راوسپارل شوه په سرسترګو مي عملاً وليدل چې واقعاً ددوه نيمو لسيزو تپل شويو جنګونو له كبله ميدان ښار اواړونده ولسواليوته سخت زيانونه اوځاني تلفات رسيدلي ؤ چې زما دزياتي خواښيني اوانديښني سبب وګرځيد- دولتي وداني روغتونونه – كلنيكونه – ښونځي – سركونه – پلونه اودهستوګنې كورونه اكثراً وران – ويجاړاودزراعت اواوبولګولوسيستم سخت زيانمن شوي ؤ– نه پوهيدم چې له كومه ځايه شروع وكړم.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 عبدالجبارنعيمي : دميدان وردګو ناامني پر کابل اغېز لرلى شي

 ميدان ښار ،د زمري ١٦مه،پژواک خبري اژانس:

 د ميدان  وردګو والي وايي چې ددې  ولايت  نا امنۍ  سل په سله د هېواد پر پلازمېنه کابل  ناوړه اغېز لرلى شي .

 د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې  پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه  کې وکړې .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 

 په ميدان وردګوکې ديوې دولتي ودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه

 کابل،حکيم بشارت،د زمري ١٧مه، پژواک خبري اژانس

 په ميدان وردګو ولايت کې د ارشاد، حج او اوقافو رياست د ودانۍ د بنسټ ډبره د زمري په ١٧مه،کېښودل شوه.

 د ميدان وردګو ولايت د مقام مطبوعاتي مسوول عبدالودود پښتونځار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي ، چې يوولس خونې به له اړينو اسانتياوو سره ولري.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 

په ميدان ښارکې ورزشي کمپلکس لوبغالي پرانيستل شو

همت الله امين زی،نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۱۶ - مه:

ديپارتراويادسپارتراوياهم سپورت په ډيرونوروماناوو هم راغلې چې اصلي مانايې وړتياښکاره کول اوله فکري اړخه ځان هوسااوهغه څه چې انسان ته خوشحالي اوخوښي ورپه برخه کوي دى.
سپورت دانسان له هغه عمل اوحرکاتوڅخه عبارت دى چې له هغه څخه يې هدف اوموخه دتخنيک اوتکتيک يعنې دخاصوحرکاتوزده کول اوپه لوبوکې دعالې اوښوپايلولاسته راوړل دي.

   


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 

دادميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي ويناده، چې دميدان وردګوولايت دمېرمنو دپرمختيائي چارودرياست په غونډيځ کې يې، پر٢٧ غبرګولي ١٣٨٦ هـ ش،دسلګونومېرمنو په شتون کې اورولې ده. 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

دميدان وردګوولايت ګرانو ميندو- خويندواووروڼو

السلام عليكم ورحمته الله وبركاته!     

دهرڅه دمخه دجوزاء دمياشتي څلورويشتمه نيټه چه دموردورځي سره مصادفه ده تاسواودتاسو په وسيله دميدان وردګو ولايت ميندو- خويندواو ورڼوته دزړه له كومي مباركي وايم!


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 

 

دميدان وردګوولايت پتمن اوغيورولس ته دنوموړي ولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي پيغام

 

 بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

نېټه:غبرګولی =جوزا ١٣٨٦هـ ش

دميدان وردګوولايت معززو،علمای كرامو،دقدروړمجاهدينو، پوهانو، روڼ اندو،فرهنګيانو، بزګرانو،اوفرهنګپالو!

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

داغلې څانګې اماج دشهادت په اړه دميدان وردګوولايت دوالي الحاج عبدالجبارنعيمي پيغام  

٢٥ جوزا-١٣٨٦:

بسم الله الرحمن الرحيم!

داغلې ارواښادې شکيياڅانګې اماج دکورنۍ درنوغړو او راغلو، ژورنالسټانو، ليکوالانو،فرهنګيانواودمرحومې خواخوږو!

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

 

اجازه راکړئ،چې دارواښادې څانګې اماج،چې ديوه ناوړه قصدپه ترڅ کې په شهادت ورسېده،روح ته دفردوس جنت او دکورنيوپاتوغړيواوخواخوږيوته يې دجميل صبرغوښتنه وکړم.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دښوونکي دورځې په وياړدميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي دوينا متن

 

٥ غبرګولی-جوزا، هفته، ميدان ښار، دښاروالۍ غونډځی:

دولايتي شوراء محترمو غړو –دقدر وړ  درنو استادانو – زده كوونكو  ددايرو رئيسانو!

السلام عليكم ورحمته الله وبركاته     !

دهر څه نه دمخه دتاسو  درنو استادانو او زده كوونكو راتګ دنن ورځي پرتمين  غونډي  ته چه دتاسو درنواو ګرانو استادانو په وياړ جوړه شويده ښه راغلاست وايم !

دكلونو كلونو راپديخواء دجوزاء  دمياشتي دريمه نيټه  دمعلم ياښوونكي دورځي   په نوم نومول شوي چه هركال دښوونكودارزښتناكه اولوړ مقام په وياړ دهيواد په ګوټ ګوټ كي دپرتمينو غونډو په ترڅ كي نمانځل كيږي .

دښوونكي ارزښت په ټولنه كي  ترهرچا  زيات دي – ښوونكي دهيواد دبچيانو معنوي پلار دي .

ښوونكي هغه  څوك دي چه خپل ځان لكه شمع سوځوي او دوطن بچيانوته دعلم اوپوهي رڼاء په برخه كوي اودتاسو دزيار اوكوښښونو په ترڅ كي داسي پوه اومسلكي كادرونه ټولني ته وړاند ي كيږي چه دهغوګټي دټولني هروګړي ته رسيږي – او هيواد دترقي اوپرمختګ لوړو مدارجوته رسيږي – خداي پاك جل جلاله په خپل پاك كلام كي فرمائي.

ايابرابردي هغه كسان چه علم لري له هغوكسانوسره چه علم نلري – بلكه برابر ندي

اما با علمه اوبا سواده كسان هميشه كامياب اوهم ئي خپل ځان اوكورني اوهم ئي نوروته ګټه رسيږي .

·        روښانه خبره ده چه دهرهيواد ترقي اوپرمختګ دهغه هيواد داوسيدونكو دعلم اوپوهي په لوړتياء پوري اړه لري .

·        هرڅومره چه په ملك كي دعلم اوپوهي سطح لوړه وي په همغه اندازه هيواد دپرمختګ اوترقي په لور اوچت ګامونه پورته كوي .

·        متاسفانه دتيرو دري لسيزو جنګونو په نتيجه كي دپوهني اومعارف څانګو ته زيات زيانونه ورسيدل  .زيات باتجربه اومسلكي استادان شهيدان يامعيوب شول – ګڼ شمير نورو ملكونو ته مهاجرشول – ښوونځي وسوځول شوي  - دښوونځيو دروازي بندي شوي اوپه نتيجه كي يوه ستره اولويه خلاء رامنځته شوه – دنيكه مرغه دنوي نظام په راتګ سره دولت دپوهني برخي ته زياته توجه راواړوله دهيواد په ګوټ ګوټ كي دښوونځيو نوي وداني جوړي شوي – دښوونځيو دروازي بيرته خلاصي شوي په ميلونو نو هلكان اونجوني دښوونځيو په لور روان شول پدي ولايت كي د ۲۵۶ بابه ښوونځيو دروازي دزده كوونكو په مخ خلاصي دي – په دي ښوونځيو كي ديولك اواوه ويشت زره په شاوخواء كي نجوني اوهلكان په زده كړه بوخت دي .

كله چه ما دمركز اواړونده ټولو ولسواليو ته سفرونه وكړل  په لمړي قدم كي مي دښوونځيو څخه ليدنه كتنه وكړه – مګر واقعاً دښوونكو او زده كوونكو ستونزي ډيري زياتي وي .

ددوكلونو راپدي خواء كه څه هم دمعارف  په برخه كي زيات پرمختګونه منځ ته راغلي دديرشو څخه زياتي ښوونځي يانوي جوړي اويا دجوړيدو په حال كي – دي دزراعت مسلكي ليسه دجوړيدو په حال كي ده – دزده كوونكو دسالمي تربئي اوتفريح لپاره په ميدان ښار كي  دتركئي ددوست هيواد دبيارغوني دټيم په مرسته يولوي اوعصري سپورت كمپلكس جوړشوي شوي چه البته په څو راتلونكو ورځوكي به انشاء الله افتتاح شي . اوهيله لرم چه دسيداباد په ولسوالي كه به يوه ديني  مدرسه په پاخه اوعصري ډول جوړه شي  اما ء داكارونه بياهم لا كافي نه بولم – دمعارف  په برخه كي ستونزي لازياتي دي اوهيله من يم چه دپاك خداي په فضل اودتاسو درنو استادانو اومشرانو په مرسته به سږكال  دپوهني په برخه  كي زياتي برياوي لاسته راشي

·        ګرانو استادانو .

دتاريخ پدي حساسو شيبو اوپراړونو كي دتاسو مسوليتونه ډير زيات دي – دهيواد اوپوهي دشمنان نه غواړي چه اولادونه موسواد زده كړي – او نه غواړي چه اولادونه مو ډاكتران او انجنيران شي – اونه غواړي چه وطن مو پرمختګ وكړي – دوي ښوونځي سوځوي دښوونځيو دروازي بندوي – استادان اوښوونكي وژني اوپه نتيجه كي دپرمختګ اوترقي خنډ ګرځي

بناءهيله لرم چه ګران اوقدرمن ښوونكي داسلام دمقدس دين دارشاداتو په بناءخپل رسالت اداء كړي

ښوونكو ته لازمه ده چه زده كوونكو ته دښواونيكو خويونو اواخلاقو درس وركړي – هغوي دغير اخلاقي اوفساد – او دنشه ئي توكيو دنه استعمال نه وژغوري – هغوي ته دمهرباني – ملي وحدت جنګ نه دنفرت دوطن دوستي اووروري روحيه وركړي – ترڅو په راتلونكي كي دوطن بچيان دوطن پالني – ميني اومحبت په فضاء كي دوران اوويجاړ هيواد لپاره دښواو ارزښتناكه خدمتونو مصدر وګرځي.

په اخر كي دتاسو درنو استادانو اوزده كوونكو راتګ ته يوځل بيا ښه راغلاست وايم دتاسو دبرياليتوبونو په هيله

په درنښت

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دمبارک ميلاد په وياړ دميدان وردګوولايت والي وينا

 

11 حمل ١٣٨٦-ميدان ښار-اېمل:

بسم الله الرحمن الرحيم

وماارسلنك الارحمه للعلمين

نحمدُه ونصلي علٰي رسولِه الكريم  امابعد!

دميدان وردګو ولايت جيدو علماء كرامو، دجوماتونوملاصاحبانو،دمدرسو مدرسينو، دولسي جرګي، مشرانو جرګې اودولايتي شورا، درنو استازيو، قدرمنو مشرانو، جهادي قوماندانانو، مجاهدينو، دولتي كاركوونكېو،دتركېې ددوست هېواددبيارغونې دټيم مسوولينو!

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!

له هرڅه نه مخكې  دبشريت دسترلارښود خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی( ص) دنېكمرغه ميلادپه مناسبت تاسو،درنو هېوادوالواودنړۍ ټولومسلمانانوته دزړه له كومې مباركې وايم!

قدرمنو حاضرينو!

دلوی خدای پاك شكراداكوم، چې نن مونږاوتاسې دحضرت رسول اكرم(ص)  دمبارك اوباسعادته ميلاد په محفل كې سره راغونډ شوي يو!

دحضرت محمد مصطفي (ص) په مبارك ميلاد سره بشري نړۍ دجهالت له توروتياروڅخه خلاصه اوټول ناوړه دودونه چې په عربو كې رواج ؤ له  منځه ولاړل.

حضرت محمد( ص) لادجهالت په زمانه كې دصادق اوامين په نامه پېژندل كېدۀ.اودعربو په منځ كې په وفا، نيكې معاملې، ښه نامه اوپاك خوی باندې مشهورؤ.

 كه څه هم رسول (ص) په وړكتوب كې يتيم اودنيكه،كاكا له ترحم څخه بې برخې شو ی ؤ، خو دخدا ی( ج) اراده پدې شوې وه، چې رسول اكرم( ص) به پېغمبروي او هغه به خاتم الانبياء وي رسول اكرم( ص) پر خپل امت،يتيمانو فقيرانواومظلومانو ډېرمهربان ؤ.

دنبي كريم( ص) کړنې اوافعال پرځانونو تطبيقول دمسلمانانولپاره له بې لارۍ څخه دخلاصون يواځنۍ لارده.

داسلام مبين دين دانسان كرامت  او پت  ته په ډېرعزت  قايل دی. اودغه دواړه يې دانسان د ژوند او مال له ساتنې سره مساوي ښودلي دي. رسول اكرم (ص) په  حجته الوداع كې دعرفات په غونډۍ خلكو ته داسې فرمايلي دي:

 ای مسلمانانو!پرتاسې باندې ديو بل وينه او ابرو تويول اوپه ناحقه دمالونوخوړل په داسې شان حرام دي،لكه ددې ښارحرمت اوددې مياشتې حرمت-او ددې ورځې حرمت- چې دعرفات ورځ ده- دا ځكه  چې الله (ج) انسان ته لوړفضيلت وركړی اودلوړمقام خاوند يې ګرځولی دی. دهرمسلمان ساتنه  پر بل هر مسلمان باندې لازمي ده،دهرمسلمان داوظيفه ده،چې نبوي شريعت پرځان عملي كړي بل ته دخيرلار ښوونه وكړي او دټولنې داصلاح كوښښ وكړي.

 

درنوحاضرينو!

دتېرودوه نيمولسيزوتپل شويو،جنګونوزمونږ هېواد زيات ويجاړكړی. ګڼ شمېر هېوادوال موشهيدان شوي.زيات شمېروګړي معلول اومعيوب شوي. دولتي تاسيسات ټول وران شويدي، خو له نېكه مرغه دبون دتوافقاتو پراساس په هېوادكې موقته اداره رامنځته شوه،اساسي قانون تصويب شو، پارلماني  ټاكنې په برياليتوب سره ترسره شوې.درايو په اكثريت سره  جلالتماب حامد كرزی، دجمهوررئيس په حيث انتخاب شو.

نن ورځ دسولې اوبيارغونې دښمنان نه غواړي چې وطن مواباد وي، نه غواړي چې سوكاله اوارامه ژوند ولرو. تاسو ګورئ چې هغوی انتحاري حملې كوي  ځان وژنه اودملكې، بې ګناه اوبې دفاع خلكو وژل ددين اوشريعيت پرخلاف عمل دی. هغوی ښوونځي سوځوي ،دولتي تاسيسات ورانوي اونه پرېږدي چې زمونږ اوتاسواولادونه باسواده شي.دوی نه غواړي،  چې دوطن بچيان علم زده كړي، نوبې ګناه ډاكتران،انجنيران، ښوونكې اواستادان شهيدانوي چې داټول عملونه دشريعت پرخلاف ناروا عملونه ګڼل كېږي.

درنو حاضرينو! راځئ، چې  ديووالي،وحدت لاسونه سره وركړو! دورورۍ اواخوت په فضاء كې دخپل وران ويجاړهېوادپه ابادولوكې مټې راونغاړو.پدې حساسو شرايطو كې دديني علماء كرامو،دجوماتونو ملاء امامانو، دمدرسو دمدرسينو اومشرانو ديني دنده ده، چې خپلې  ديني  وظيفې په ښه توګه ترسره كړي. دښمنانودناروا اوناوړو تبليغاتومخنيوي وكړي.دخپل مشروع اوقانوني دولت څخه ننګه اوملا تړوكړي. دكوكنارو دكښت ،دغيرقانوني وسلواومهماتودساتلو په مخنيوي اودتروريستي اعمالواوانتحاري حملوچې دهغه په ترڅ كې بې ګناه اوبې دفاع خلك وژل كېږي، په كلكه خپلې مبارزې ته دوام وركړي اودښوونځيو په ساتلوكې خپلې دندې ترسره كړي.زه دميدان وردګو ولايت دجيدوعلماء كرامو، ملاءامامانو اومشرانو نه چې پدې ولايت كې دسولې اوامن، دفضاء په رامنځته كولوكې  خپلې مرستې جاري ساتلي مننه اوقدرداني كوم.

 واقعاً تاسوپدې هكله زياتې مرستې ترسره كړي.هيله لرم چې دپخوا په شان خپلومرستوته دوام وركړئ. دخبرو اوروا تبليغاتو له لارې  دسولې اوثبات په پياوړتيا كې دهيڅ رازهلوځلو نه ډډه ونكړئ!      زمونږ غېږ دهغوخلكو پرمخ چې دبعضې عواملوله كبله دخپل وطن نه جلا ژوندكوي خلاصه ده.هيله لرم،دداسې خلكواودهغوی دكورنيوسره خبری اتری وشي، چې دملي مصالحي دمستقل كميسيون دهلوځلواوتلاښونوله لارې خپل وطن ته راستانه اوخپل عادي ژوندته دوام وركړي.

مونږ سږكال ددې ولايت دهراړخيزې بيارغونې لپاره زيات پلانونه لرو. دتركېې دوروراودوست هېواد، د بيارغونې ټيم ستاسو په خدمت كې دی. دوی دتېركال راپديخوا ډېرې عام المنفعه پروژې جوړې كړيدي.ددوی په مرسته به زيات جوماتونه جوړاوترميم شي.همدارنګه ديادونی وړبولم چی دامريكا دمتحدوايالاتو دسفارت او بيارغونې ټيمونوزمونږ دولايت له عدلي اوقضائي سيستم سره ډيرې مرستي كړي اودغه راز دنوروموسساتواوانجوګانومرستې د قدراو ستاينې وړدي.

همدغسې، به دښوونځيو،كلينيكونو،زراعت په څانګوکې او ددولتي تاسيساتو په جوړولوكې ډېرې مرستې وكړي، خوداټول پرمختګونه امنيت ستاسې علماء كرامو جدي مرستي ته اړتيا لري.

كه چيرې خدای مكړه امنيت خراب وي، دهيڅ يوي پروژې كارسرته نه رسيږي اولادونه مومكتب ته نشي تللی اودتېروكلونوناخوالې اودربدرۍ به بيا تكرار شي.

 راځئ! ددې طلاي چانس نه چې دنړۍ زيات هيوادونه زمونږ دويجاړهېوادپه ابادولوكې ونډه اخلي  اعظمي استفاده وكړو،چې ولس مودسوكاله او اسوده ژوند خاوند شي. او دامن، سولې، ثبات،ملي وحدت، ورورۍ اواخوت په فضاء كې خپل ارام اوډاډمن ژوند ته دوام وركړي.

په اخركې يوځل بيا ستاسو راتګ ته دزړه له كومې ښه راغلاست وايم.

 هركله راشئ! په خير راشئ! دميدان وردګو ولايتي اداره ستاسو په خدمت كې ده.بياهم يادونه كوم چې نيكمرغه دې وي دحضرت محمد( ص)  با سعادته ميلاد!

له پاملرنې نه مو مننه!

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  |