دميدان وردګوولايت ته يوه لنډه کتنه
همت الله امين زی
که څه هم دميدان وردګوولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي مورخينوډېرڅه نه دي ليکلي اوکه يې ليکلي نوهغه هم کافي اوبسيانه دي خويوه خبره مالومه ده اوهغه داچې دميدان وردګ اوسېدونکي په غيرت،مېړانه،سخااومېلمه پالنه کې ښه شهرت لري اوپه دين اومذهب معتقداوکلک ولاړخلک دي.
ترآريايي دورې راوروسته دميدان وردګ ولايت اړونده سيمه دبېلابېلومورخينو اوزايرينوله خواپه مختلفونومونويادې شوي چې په دې دوره کې يې دخلکوځانګړوکړنو- مشخصې وياړنې دځان کړېدي. په ديدي اواوستايي متونونوکې ديورګيتا uorgita يادونه شوې،کومه چې اوس دميدان وردګوولايت په حدودوکې راځي دهمدغه اثرپه حواله دهخامنشيانواوترهغوي راوروسته دباختري يونان په دوره کې هم دميدان وردګ ولايت دشااوخواسيمې دستاکېديا stakidia په نوم يادې شوېدي. په کوشاني دوره کې ددغه ولايت دکوټه اشرودسيمې يادونه شوې چې دکاروانونودتګ راتګ دپاره ښه تم ځاي بلل شوي،خوپه اسلامي دوره کې يې بيادورېښمينودلارې په واسطه هنددبلخ سره نښلولى دى (١) دحيات افغاني دليکوال ډيپټي محمدحيات خان په حواله دميدان وردګ ولايت داوسېدونکواصلي استوګنځاي دسلېمان دغرونولړۍ دبرمل دغره دشاوخوالمنې دي چې له هغه ځايه دورګوټوله قبيله (کرلاټي) خوره وره شوې اوپه اوسني ميدان کې مېشته شوېده. داسې هم ويل کېږي څرنګه چې داوسني ميدان اوسېدونکې په پخواه وختونوکې هم ډېرغيرتي اوجنګيالي خلک وواودغزنوي سلطان محمودسره يې په ټولوسوبوکې فعاله ونډه لرله اوزياتې تورې يې وهلې،ځکه نودنوموړې سلطان له خواد(ميدان) هواره سيمه دسکونت دپاره ددوي په واک کې ورکړل شوه ترڅوداړتياپه وخت کې دوي په يوه مرکزکې په آسانۍ سره پيدااوراټول کړاي شي. دحيات افغاني ليکوال دخواجه نعمت الله هروى دفخرن افغاني په حواله ليکې دهغې سيمې په باب چې اوس دوردګوپه لاس کې ده،دومره بايدوويل شي چې لوديځ ته يې هزاره جات غرونه پراته اوپاتې دريوخواووته يې دغلجيوسيمه موقېعت لري. ددې قبيلې سيمه دوادي په بڼه شمالاً اوجنوباً اوږده پرته ده چې ختيځ اولوديځ دواړوخواووته يې غرونه موقېعت لري.دختيځ غره ختيځ ته يې لوګراوخروارپراته دي اولوديځ غريې په هزاره جاتوپورې تړلي دى. ددغې سيمې دسهيل جنوب نه يوسين چې سهواً دغزني دسين په نامه يادېږي پيل کېږي اوډېرې ځمکې خړوبوي اوشمالي خواوې يې دلوګردسين په واسطه اوبه کېږي.تنګى،شېخ آباد،شنيز،خوات،سياو(سه آب ياسه او) ،زمانخېل،اوجغتوددوى دملک مشهورځايونه دي. دوردګودقبيلې يوزيات شمېرکورنۍ همدااوس هم دراولپېنډۍ دضلعې دچهچه په سيمه کې اوسېږي اوپه تېره بيادنټوسيمه له دوى نه ډکه اوهلته دځمکوخاوندان دي.(٣) خواکثرويي خپله ژبه له لاسه ورکړېده. دوردګ قبيلې خلک ځانونه سيدان بولي چې دهغې ډلې نه سترياني هم ورته ويل کېږي،ګڼده پو(ترى)،مشواڼى،وردګ اودهنى دخپل نسب شجره دسيدمحمدګېسودرازګڼده کوي،څوک چې په يوولسم نسب حضرت امام حسين (رح) ته رسېږي. وايي دشيراني دژوندپه دوره کې دغه سيمه دشېخ (سيدمحمدګيسودراز)دخپل اصلي ټاټوبي نه دسليمان غره ته راغلي اودپښتنوسره يوځاي شو.دهغه دکراماتوپه سبب ووچې کرړاني (کرلاڼي)،شيراني اوکاکړپه ده باندې اعتمادپيداکړ،اوکله چې اميرتېمورګورګاني په دې سيمه يرغل کاوه نومريدانويې دغه شېخ ته عرض وکړچې اې شېخه صباداچې ددښمن په لاس کې کېوزو!خواجه څه خاورې راواخيتسې،درې ځله يې قل هوالله ولوستله اودلښکرپه لوري وروشيندلې،دخداى(ج) په امردتېمورلښکرټول ړوندشوخوکله چې لښکربېرته شاته شونوسترګويې بيابينايي وموندله (لوي استادارواښادپوهاندعلامه رشاد) دغه خواجه دتاريخ مرصع په حواله حضرت خواجه يحيى کبربختياربللى دى.(٤) چې همداوجه ده چې دکاکړو،شېرانو اوکرلانودقبيلوسردارانوخپلې پېغلې لوڼې ده ته په شرعي نکاح ورکړې چې دهغوي نه څلورزامن وزېږېدل. دشيراني دلورنه سترياني(ستورياني يااوستراني)،دکاکړودلورنه مشواڼي اودکرلاڼي دلورنه دوه زامن وزېږېدل چې دردګ اودهنى نومېدل.سترياني ته بياخداى(ج) ښځه اولاده ورپه برخه کړل چې يويې دهغوڅخه همرنومېده اواوسنۍ (ميدان) په اواره سيمه کې مېشت شو،له دې سلسلې داسې مالومېږي چي (همر) دوردګ وراره دى اوددوي اولادونه په خپلوکې سره تربرونه دي،څوک چې همدااوس دميدان وردګوپه ولايت کې استوګنه لري. په هرترتيب تردې وروسته نوموړي سيددهندوستان په لوروخوځېداوخپلې مېرمنې يې داولادونوسره دخپلوپلرونوپه کورکې پرېښودې چې بيادهمدغوزامنوپه واسطه دپښتنوسره دښېښۍ له وجې ديادوشووقومونودسادات توب مسله رامنځ ته شوه. دسلطان پېروزشاه بهمنى دواکمنۍ په وخت کې سيدمحمدګېسودرازدډېلي نه دکن ته لاړاوپه حسن آبادسيمه کې يې ګلبرګه ته نږدې خانقاه جوړه کړه اوپکې دېره شوچې تراوسه يې هم مقبره هلته دخاصواوعاموزيارتګاه ده.(٥) کله چې احمدشاه بهمنى ددکن پرتخت کېناست (٨٢٥ هـ ق) نوڅرنګه چې دسيدمحمدګېسودرازخاص مريداومعتقدوو،ډېرکلي اوبانډې يې دهغه دخانقاه دپاره وقف کړل اوتراوسه هم دسيدمحمدګېسودرازاولاده ده،چې په دکن کې په لږې شمېرې سره شته دى. دميدان وردګ اوسنۍ ولايت شمال خواته دپروان،دشمال غرب خوادباميان ،دجنوب غرب خوادغزني،جنوب شرق له خوادلوګراودختيځ له خوادکابل سره ګډه پوله لري. مساحت يې ٩،٠٢٣ کليومتره مربع اونفوس يې د١٣٧٩ هـ ش کال دسرشمېرنې له مخې څلورلکه نهه ويشت زره څلورسوه دوه ويشت ته (٤٢٩٤٢٢) حساب شوي،چې داسرشمېرنه ډېره نيمګړې اودباوروړنده ښايي ددغه ولايت داوسيدونکوشمېرديادې شوې احصايي پرسرپروت دى،خوتعميراتي برخې ته يې چندان پاملرنه شوې نه ده. دلسوالۍ يې عبارت دي له: جلرېز،نرخ،دبهسودولومړي برخه، دبهسودومرکز، دايميرداد، چک،سيدآباداوجغتودي.(٦) آب اوهوايي سړه اودغزني خصوصيات لري اودپغمان ،چک اوسيدآباددغرونولړۍ ددغه ولايت غرنۍ سيمې تشکيلوي اودتوپ دښته يې يوه پراخه اوارته سيمه بلل کېږي. دميدان ،جلګې،چک،خاوات اوکجاوسيندونه ددغه ولايت په خړوبولوکې زيات اثرلري اوغنم،اوربشې،جوار،وريجې،پټاټې،ګازرې،مڼې،زردالويې مهم پيداواردي اوداوبوچينې اودمرمردډبرو،اوسپې اوبيرايتوکانونه پکې پرېمانه دي. دچک برېښناکوټ ديوشمېراوسيدونکودکورونوپه روښانه کولوکې مرسته کوي،خودلارودجوړولو،دښوونځيواوروغتونونودجوړولوپه برخه کې ورته چندان پاملرنه نده شوې سره له دې چې خلک يې معارف پروره،بااستعداده اودښوونې اوروزنې مينه وال دي (٧)
اخځونه:
1) پوهنوال رسول باوري،دوردګوولايت کې دلرغوني برم يوه بېلګه،وردګ جريده نهمه ګڼه ،غبرګولي ١٣٨٤ ،٥ مخ.
2) محمدحيات خان،حيات افغاني،دويم ټوک،دسرحاونوچارووزارت، ٢٣٥- مخ.
3) پورتنى اثر،٢٣٦- مخ.
4) افضل خان خټک،تاريخ مرصع،پېښوريونيورسټي،پاکستان،٥٢٢- مخ.
5) حيات افغاني، ٢١٨- مخ.
6) پوهاندغلام جيلاني عارض،جغرافيايې ولايات افغانستان،پېښور، ١٣٧٩، ٢٥- مخ.
7) دسرمحقق سيدامين (مجاهد) يادښتونه اوراټول کړاي شوي مالومات،دميدان ځوانان خپرونه ١٣٨٤ ،دوهمه ګڼه - ٥ مخ.