تبليغاتX
ميدان وردګ
دميدان وردګوولايت اووګړيو په اړه بېلابېلې ليکنې

دودان روغتون لخوادشهاب الدين په لېسه كې دمخدره توکيو اړونددټولپوهاوي غونډه سرته ورسېده!

 ودان روغتون راپور،۱۰-۹- ۲۰۰۷ز:

دشهاب الدين په عالي لېسه كې چې دمعارف رياست دنظارت محترم غړى حاجي  شريف خان،دلېسې محترم مديراخترمحمدخان،دلېسې محترم سرمعلم امان الله خان،دلېسې محترمواستادانواوشاګردانوپه كې ګډون درلود،دميدان وردګو ولايت دودان روغتون لخواچې دمعتادينودعلاج اوبيارغونې په منظورجوړشويدی،دمخدره موادوپه باره كې داګاهۍ غونډه سرته ورسېده.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دميدان وردګوولايت والي:دوزارتونوسمه څارنه کولای شي،چې مؤثريت رامنځته کړي.

٢٨ وږی، حفيظ الله سلام:

دميدان وردګوولايت والي ښاغلي  (عبدالجبارنعيمي)) نن دخپل كارپه دفتركې دښځودچارو،وزارت له اداري اومالي مرستيالې اغلې(( پلوشې شهيدكاكړ))سره وكتل.

 دکتنې په پيل كې دميدان وردګوولايت والي دولايت دښځودچارورياست پر فعاليتونورڼاواچوله. يادون  يې وكړچې دښځوله رياست سره يې دكورسونو،دظرفيتونودلوړوالي اودښځودژوندانه دښه والي په برخه كې مرستې كړيدي اوهڅه كوي چې دنوموړي رياست دكارونوداغيزمنتياپه لاره كې ډېرې هلې ځلې اومرستې راجلب كړيدي.

 ښاغلي والي په ناسته کې وويل،که هروزارت په ولايتونوکې له خپلومربوطوڅانګوڅخه نظارت او ارزيابي يې وكړي اوكارونه يې وڅېړي نوښې پايلې به ولري.

 وروسته دښځوچارودوزارت مرستيالې د ميدان وردګوولايت له والي نه له د ې امله چې دنوموړي ولايت دښځوچاروله رياست سره يې مرسته کړې مننه وكړه.

 هغې وويل،چې ميدان وردګوولايت ته ددې لپاره تللې وه،چې درياست چارې وارزوي اودسمون لپاره يې مؤثرې لارې چارې ولټوي .

+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دميدان وردګوولايت والي له سپين ږيرو اومخوروسره وكتل

 ۲۷ وږي ۸۶ هـ ش :

دميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي،دنوموړي ولايت دچك ،مركز،جغتواداري واحدونوله سپين ږيرواومشرانوسره وكتل.

 ښاغلي عبدالجبارنعيمي دنوموړيومشرانو،نه دبېلابېلوناستوپه ترڅ كې وغوښتل،چې دامنيت په ټينګښت كې ورسره مرسته وكړي.اوهغووګړيوته چې دامنيت په خرابوالي كې لاس لري،ووايي،چې وطنوال موزښت ډېرځوريدلي اونورېې مه ځوروئ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

ميدان وردګوکښې د مخالفينو په ضد عمليات، ١٧ تنه ګرفتار

کابل(پژواک خبرى اژانس)  ملى دفاع وزارت د ميدان وردګو ولايت دنرخ اولسوالۍ په مربوطاتو کښې ددولت د ١٧ تنو مخالفينو دنيولو خبر ورکړ ، خو طالبانو دغه ادعا رد کړه .  دملى دفاع وزارت  د خبرپاڼې له مخې ، دغه کسان تېره ورځ دنرخ دکريمداد سيمې په مربوطاتو کښې د ګډو تصفيوى عملياتو په لړ کښې نيول شوى دى .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دميدان وردګووالي:داوبواوبرېښناله وزارت څخه مې څوځلې غوښتي چې دچک برېښناکوټ ورغوي،خو لاتراوسه يې ندی رغولی!

عزت الله،٢٧ وږی ١٣٨٥:

دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي له خبريالانوسره په يوې غونډه کې وويل،چې څوځلې يې داوبواوبرېښناله وزارت څخه غوښتي،چې دچک برېښناکوټ دې ورغوي،خو لاتراوسه يې ندی رغولی.

 والي نعيمي وويل،چې په ميدان وردګوولايت کې برېښنا ته ډېره اړتياليدل کيږي اودبرېښناله راتګ سره به فابريکې رامنځته شي،چې ډېروخلکوته به دکارزمينه هم مساعده شي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

خداى خودې راولي خوګمان نه کوم؟ (سولهدسولې نړيواله ورځ(

ليکوال او شاعر = امين زى - کابل

دجنګ نوم ډېربددى، اويازه ډېرډارن يم اوبېرېږم. اوياشايدنن سبايې ډول بدل کړى وي ځکه چې هومره يې لمن خوره کړې چې نوريې دعواموخلکوهم له نامه څخه بدراځي اوداسې يې کړولي يوچې که چيرې په دې هکله په نړيواله کچه بحث کېږي خاورې افغانستان يې دخبروپه پيل کې راځي اوپه دې هکله خبرې کوي چې کله افغانستان کې آرامي راځي په کوم ډول اوکومه لاره؟


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط وږمه  | 

وضيعت مطبوعات درولايت ميدان وردگ

امين زى ميدان شهر

وضيعت مطبوعات درولايت ميدان وردگ درطى سال هاى اخيرنـسبتاًخوب بوده،که درپهلو ايجادانجمن هاى ادبى وکلتورى جوانان،نشست هاى ادبى،مشاعره سالانه مڼې ګل (ميله سالانه گل سيب) به نشرات چاپى اقدام نموده اند،وتمام نشرات چاپى اين ولايت به هردولسان رسمى کشورپشتوودرى به نشرميرسد.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط وږمه  | 

 

همت الله (امين زى) داسدلله (امين زى) ځوى په کال ١٣٦٥ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دساختمانى پوهنځي دتعميراتودڅانګې محصل دى.

که څه هم دامين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو،ورځپاڼو، همداشان راديواوتلوېزيون له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوې دي.دژورنالېست اونيزې،دڅارنوال اونيزې،سباوون سحرګاهان اوميدان ځوانان مجلې دليکنې هيئت غړي اوپښتواديتوردى.همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر اودمڼې مجلې مسوول چلوونکى دى. اوپه راديوتلوېزيون کې دتعليمي اوتربيتي راديويي پروګرامونوويانددي.

 (داوښکوباران) شعري ټولګه، (کابل شېبې شېبې) څېړنيزومطالبوټولګه، (زخمي زخمونه) شعري ټولګه او (وينه نه مينه) دښاغلي امين زى ناچاب اثاردي.

 

+ نوشته شده در  ساعت   توسط وږمه 

یکتعداد مهمات درولایت میدان وردک به کمیسیون دایاک سپرده شد.

:Sep 11, 2007باخترخبری اژانس،
یکتعداد مهمات جمع آوری شده توسط پولیس ولایت میدان وردک دیروز به کمیسیون دایاک درآنولایت سپرده شد.دگروال شاپور مسوول کمیسیون دایاک مقیم درولایت میدان وردک به آژانس باخترگفت، سه عدد سیستم توزیع برق ماین ریموت کنترول، یک عدد دیک بخارمملو ازمواد انفجاریه ،چهارفیرمرمی راکت آر،پی،جی همراه با شش عدد حق السوق آن ، دوعدد فیوزهاوان ،سه عددحق السوق ماین هاون وصدها فیرمرمی پیکا میباشد که توسط پولیس ازمربوطات ولسوالی های جلریز وسیدآباد آنولایت جمع آوری گردیده بود .

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

يوزراوڅلوېښتوتنومېرمنواوسړيوته دليک لوست کورسونه پيل شول

اېمل، ٢٠ وږی ١٣٨٦هـ ش:

دميدان وردګوولايت په مرکزاوپينځوولسواليوکې دمېرمنواوسړيولپاره دلومړني ليک لوست په موخه اته ويشت کورسونه پيل شول. 

په اته ويشتوکورسونوکې درې کورسونه دسړيولپاره او ٢٥ کورسونه دمېرمنولپاره دي،چې په هرکورس کې به کابو٣٦ تنه ليک لوست زده کوي.هرکورس درې دورې لري اوهره دوره به يې نهه مياشتې دوام کوي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

ميدان ښار کې لوبې نندارې ته وړاندې شوې

عبدالودود پښتونځار ١٨ / ٦ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-09-09 م

 دميدان وردګوولايت په پلازمېنه(ميدان ښار)کې دمختلفولوبغاړولخوابېلابېلې لوبې نندارې  ته وړاندې شوې.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط وږمه  | 

ميدان وردګوكې عدلي اوقضايي سيستم کې ساه راټوکېدلې ده

سپوږمۍ:

دخوشالې اوهوسا ټولنې  لپاره عدلي اوقضايي سيستم دومره  ضروري وي، لكه دوجودلپاره زړه! دفعال او انساني همدردۍ پراساس رامنځته شوي  عدلي اوقضايي سيسټم په درلودلوسره دټولنې ټولووګړيوته خپل،خپل حقونه رسېداى شي.ولس ډاډه وي،چې دحق دخوندي ساتلولپاره يې عدل او قضا  شته.نوله همدې امله بزګرپرخپلې بزګرۍ اخته وي اودوكاندار پرخپلې دوكاندارۍ!


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

په ميدان وردګ کي دجغتوولسوالي کمپلکس وداني پرانيستل شوه.
نیټه : Aug 28, 2007 >كتكگوري : General>منبع : Bakhtrar
د ميدان ورد ګو ولايت د جغتو ولسوالى كمپلكس ودا نى د كور نيو چارو وزارت د ملى ثبات دټينګښت د پرو ګرا م له لارى نن پرا نيستل شوه . په هغى غونډه كى چى له همدى امله په دغى ولسوالى كى جوړه شوى وه د جغتو ولسوال د ولايتى شورا رئيس ، د ملى ثبات دټينګښت د پرو ګرا م استا زى او ددغى ولسوالى مشرا نو د پو هنى زده كوونكو ګډون كړى و .  دغه كمپلكس ودا نى دديرشو مليو نو پنځه سوه زرو افغا نيو په لګښت د څه دپاسه لس جريبه ځمكى په سا حه كى جوړه شوى اود كار پنځه ويشت خو نى او ددغى ولسوالى د منسو بينو او كاركوونكو لپاره د استو ګنى پنځه كورونه پكى دى .

ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دميدان وردګوولايت دحاجيانو قره کشي وشوه.

اېمل،١٥ وږی:

دميدانوردګوولايت دحاجيانو قره کشي دميدانوردګوولايت دمقام په مسجد کې دنوموړي ولايت دوالي الحاج عبدالجبارنعيمي په مشرۍ ترسره شوه.

 دقره کشۍ په مراسموکې، دترکيې لخوادميدانوردګوولايت لپاره دترکيې ولايتي بيارغونې ډلې مشر،دحج اوقافووزارت استازي،دنوموړي ولايت دمرافعې محکمې او دمرافعې څارنوالۍ رئيسانواودحاجيانوپه سلګونواستازيوهم ونډه اخيستې وه.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

په ميدان وردګوکې دحيواناتو ددرملنې کلينيک جوړېږي

حبيب الرحمن ابراهيمي،

کابل،دزمري ١١مه،پژواک خبر ي اژانس: 

د حيواناتو او الوتونکيو د درملنې لپاره د ميدان وردګو په مرکز ( ميدان ښار ) کې د يوه عصري کلينيک د بنسټ ډبره د وږي په ١١ مه ، کېښودل شوه .

د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي مسوول عبدالودود پښتونځار ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کلينيک په ياد شوي ولايت کې د ترکيې د ولايتي بيارغاونې ډلې PRT) )لخوا د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت  جوړېږي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

په ميدان وردګو کې اداري غونډه شوه.

اېمل،١٢وږی:

دغه غونډه دميدان وردګوولايت  دمقام په غونډيځ (تالار)کې په داسې حال کې جوړه  شوه،چې دټولوولايتي ادارورئيسان پکې موجود ول.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

په ميدان ښار کې دڅارويوددرملنې مرکزجوړيږي

اېمل، ميدان ښار، ١٠ وږی:

دميدان وردګوولايت په مرکز(ميدان ښار)کې دڅارويوددرملنې لپاره يوکلينک جوړيږي.

دميدانوردګوولايت دفرهنګي څانګې دمعلوماتو له مخې،دغه کلينک په څه کم يوجريب ځمکه کې دميدانوردګوولايت لپاره دترکيې ولايتي بيارغونې ډلې لخواديونيم لک امريکائي ډالرو په لګښت جوړيږي.دجوړونې چارې يې ديوه هېوادني شرکت لخوا چې(فوشنج ودانيز)نوميږي ترسره کيږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

دجمهوري رياست ځانګړي هيئت ميدان وردګوولايت وكوت.

اېمل،ميدان ښار،١٠-٦-١٣٨٦:

دجمهوري رياست ځانګړي هيئت دولسمشرحامدكرزي دځانګړي حكم پربنسټ دميدان وردګوولايت دټولوادارو،روانې چارې وكتې. يادشوی هيئت څلورورځې وړاندې،داته كسانوپه شمېردعبدالرقيب ْ  ْ كوهستانيْ ْ په مشرۍ ميدان وردګوولايت ته  تللی ؤ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

  په اغزنولارودپرمختياپه لور

غورځنګ-خوست-تل افغان ويبپاڼې،اېمل:

ميدان وردګوولايت دهېواديووروسته پاته ولايت دی،چې دهېواددنوروسيموپه څېر جنګونوځپلی اوله هدوبده يې غورځولی دی.

څه مهال وړاندې په دغه ولايت کې  ډېرښه امنيت و.اودبيارغونې کارونه پکې ښه پرمخ روان و،خوپه نږدوکې له يوډول ناامنۍ سره مخامخ شوی.ځکه ټول هېوادکې بې امني وروپه وروپه خپرېدوده،چې ددغه ولايت ځينې سيمې يې هم ترخپلې ولکې لاندې راوستلي دي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

ميدان ښار دښاركېدوپه لور

امين الله (حبيبي)

دميدان وردګوولايت چې دجيوپولوټيك له نظره خورا اهميت لري له باميان پروان، كابل،لوګر اوغزني سره دګډې پولې په درلودواودكابل کندهار په عمومي لاره پروت اودهېوادپلازمينې دكابل دروازه ګڼل كيږي.

 دروس دګوډاګي رژيم دنسكورېدواوددرې لسيرزوخپل منځي جګړوراپدېخوادغه ولايت ډېرې ناخوالې اوزيانونه ليدلي په هغه زمان كې دولايت مركزچې ميدان ښار نوميږي يوښارنه بلكه يوكلي ته هم نه پاتې كېده له څوخټينودكانونواوسروكانتينرونوپرته په دغه ښاركې نورهيڅ هم نه وه هغوخلكوچې دميدان ښارنوم اورېدلى،ولې ليدلی يې نه وه دښاردليدوپه هيله به وو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

په وردګ ولايت کي د لرغوني برم يوه نوې بيلګه

پوهنوال رسول باوري

لرغونپوهانو او مورخينو د لرغوني او تاريخي وردګ په اړه هغسي چي وړده زياتي ځانګړي تاريخي ليکني او څيړني نه دي کړي ، خو د افغانستان په ټوليز تاريخ کي د وردګو ولايت او په هغه ولايت کي د ميشت اولس هغه ونډه بر ملا ده چي د ټول هيواد په سترو وياړنو او بريمنو سوبو کي شميرل کيږي په . د وردګو اوسنۍ ولايت او د هغه اړوندي سيمي زموږ د هيواد په لرغونو دورو اوتاريخي پيرونو کي ټاکونکي او نه هيردونکي څپرکي لري چي په دې لنډه ليکنه کي د ټولو هغورا يادول شوني کار نه دۍ ، خو د اريايې پير راورسته په بيلا بيلو دورو کي د ورګو او د هغه ولايت اړوندي سيمي په يوه يا بل ډول را يادي شوي او د هيواد په ټوليز تاريځ کي يې ونډه څرګنده شويده .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

د وردګو او میدان د ولایت کلتوري یون(پیژندنه، لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه)

ګل آغا احمدي وردګ  

سریزه:
د لوی خدای (ج) د ځانګړې مهربانۍ له مخې او د سیمې د فرهنګپالو خلکو د زیار په بنسټ د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر د وردګو او میدان په ولایت کې هم د هیواد د سولې او پرمختګ د نوي دور له پيل کیدو سره جوخت یو شمیر فرهنګي خوځښتونه را ټوکیدلي او خپل کار ته دوام ورکوي. دا چې زموږ هیواد د یوه لوی ناورین له تیریدو وروسته د بيا رغونې په لوري ګامونه ږدي


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 عبدالجبارنعيمي : دميدان وردګو ناامني پر کابل اغېز لرلى شي

 ميدان ښار ،د زمري ١٦مه،پژواک خبري اژانس:

 د ميدان  وردګو والي وايي چې ددې  ولايت  نا امنۍ  سل په سله د هېواد پر پلازمېنه کابل  ناوړه اغېز لرلى شي .

 د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې  پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه  کې وکړې .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

 عبدالجبارنعيمي : دميدان وردګو ناامني پر کابل اغېز لرلى شي

 ميدان ښار ،د زمري ١٦مه،پژواک خبري اژانس:

 د ميدان  وردګو والي وايي چې ددې  ولايت  نا امنۍ  سل په سله د هېواد پر پلازمېنه کابل  ناوړه اغېز لرلى شي .

 د ميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې  پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه  کې وکړې .


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  | 

ميدان ښارکې دخپلواکۍ داته اتياومې کليزې په وياړ غونډه وشوه.

 

اېمل،ميدان ښار،١٣٨٦ل.ل:

دوردګوولايت په مرکزميدان ښارکې دخپلواکۍ اخيستلو داته اتياومې کليزې په وياړ غونډه جوړه شوه.

 

دغې غونډه کې په سلګونوتنوبرخه اخيستې وه.اوپه غونډه کې دخپلواکۍ پرارزښت او وردګوکې  دامنيت په اړه خبرې وشوې.


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  ساعت   توسط سپوږمۍ  |