|
|
|
|
|
د ټولنې د ودې غوره لارې چارې
ګل آغا احمدي وردګ د یوې ټولنې د هر اړخیزې ودې لارې چارې ډیر اړخونه لري او له مختلفو لارو څخه د یوې ټولنې وده انسانانو ته په لاس ورتللای شي څو ټولنه پرمخ روانه شي، د پرمختیاوو په کاروان کې خپل ځان ورګډ کړي، وګړي یې د غوره ژوندون خاوندان شي او د خپلو ټولو اوسیدونکو لپاره د سوکالۍ، نیمکرغۍ او خوښۍ محل ته لاره پرانیزي. خو ټولنیز امن، سوله، ورورګلوي، یووالی، د قانون پلوي، ښوونې او روزنې ته ریښتنې پاملرنه، کلتوري وده او له نوې ټکنالوجۍ سره آشنايی، دهغه میلمه پالنه او د ژوند په ټولو چارو کې له هغه مثبته ګټه اخیستنه او داسې نور څیزونه د یوې ټولنې په وده کې رغنده او جوت رول تر سره کولای شي. نوموړي څیزونه د انسانانو ټولنه د پرمختګ د وړانګو له کاروان سره یو ځای کوي او د هغو ناخوالو په مخنیوي کې مثبته ثابتیږي چې د یوې ټولنې د پرمختګ د لارې خنډ وي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط گل اغااحمدی وردگ
|
|
||
|
|
|
|
|
دادميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي ويناده، چې دميدان وردګوولايت دمېرمنو دپرمختيائي چارودرياست په غونډيځ کې يې، پر٢٧ غبرګولي ١٣٨٦ هـ ش،دسلګونومېرمنو په شتون کې اورولې ده.
بسم الله الرحمن الرحيم دميدان وردګوولايت ګرانو ميندو- خويندواووروڼو السلام عليكم ورحمته الله وبركاته! دهرڅه دمخه دجوزاء دمياشتي څلورويشتمه نيټه چه دموردورځي سره مصادفه ده تاسواودتاسو په وسيله دميدان وردګو ولايت ميندو- خويندواو ورڼوته دزړه له كومي مباركي وايم! ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دڅانګې اماج اړوند شعرونه، ليکنې او غونډې
دشهيدې شکېباڅانګې اماج درناوی وشو پښتوادب دوستانودشهيدې خور،څانګې اماج په درناوی غونډه ترسره کړه. داغونډه د ١٣٨٦ ل کال غبرګولي په ١٨ نيټه چې د ٢٠٠٧ جون د ٨ نيټې سره برابره وه،په کابل کې د قرآن مجيد دڅو مبارکو آياتونو په په تلاوت سره دګل ملا همکار له خواپرانيسته ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي داطلاعات اوكلتوروزارت په نامه دمطبوعاتودخپل سرۍ په اړه ليك استولى دى. دغبرګولي ديارلسمه، دغه ليك په درېيوپاڼوكې ليكل شوى.په ليك كې ويل شوي،چې افغانستان په تېروجنګونوكې دپرديوله سياسي،فرهنګي اوټولنيزو يرغلونوسره مخامخ شوى، اوله ډېره مهاله وروسته ورته چانس په لاس ورغلى، چې دهېواد،دسولې اوامنيت لپاره هلې ځلې وشي.اوددوه نيمولسيزو دجنګ په پايله كې ډېرهېوادوال روڼ اندي، ډاكټران،انجينران،استادان له هېوادڅخه باندې تګ ته اړشويدي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت پتمن اوغيورولس ته دنوموړي ولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي پيغام
نېټه:غبرګولی =جوزا ١٣٨٦هـ ش دميدان وردګوولايت معززو،علمای كرامو،دقدروړمجاهدينو، پوهانو، روڼ اندو،فرهنګيانو، بزګرانو،اوفرهنګپالو! السلام عليكم ورحمت الله وبركاته! ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
رسنۍ بايدڅه وكړي؟ نورالله وحدت: ډليزې رسنۍ يا(اطلاعات جمعي)،برسېره پردې،چې له ورځنيو چاروموخبروي دټولنې دوګړيوسمې لارې ته دسوق كولودنده هم پرغاړه لري.رسنۍ دخلكود فكري،علمي،منطقي ارزښتونوپه پياوړي كولوكې لوى لاس لري. كه په يوه هېوادكې رسنۍ ديوه ملي هدف ،سولې،امنيت،ملي كلتوراونوروارزښتونولپاره كاروكړي،نودغه اهداف له هربل چانه ښه لاسته راوړلاى شي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
د عامې روغتيا رياست د 1385 کال دڅلورمې ربعې کړه وړه دوکتور غلام فاروق " مخلص" وردگ-دميدان وردگو د عامې روغتېارئيس ولايت وردگ که يک ولايت کوهستاني بوده وسطح بيسوادي در هر دو طبقه ذکور و اناث بلند است ، وضعيت اقتصادي مردم در اثر خشک سالي هاي پيهم فوق العاده خراب است و چون يک ولايت مرکزي است کدام عايد خاص براي مردم اين ولايت موجود نيست. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
مېرمنې بايددامنيت په ټينګښت کې خپل مسووليت اداکړي! اېمل،٢٧ غبرګولی: دغه خبره دميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي په هغې غونډې کې وکړه،چې دمورپه وياړدميدان وردګوولايت دښځوچاروپه پرمختيائي رياست کې جوړه شوې وه. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
ميدان ښارکې دڅانګې آماج په ياد غونډه وشوه اېمل خان: دغبرګولي پر (۲۵)نېټه دجمعې په ورځ دښځودچارورياست په غونډيځ كې دڅانګې اماج په ياد غونډه جوړه شوه. غونډه کې دميدان وردګوولايت پورې اړوندوځينوفرهنګيانو،ليکوالانو،محصلينوروڼ اندو اودولتي چارواکيوبرخه اخيستې وه. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|||||
ادامه مطلب |
||||||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||||||
|
|
|
|
|
داغلې څانګې اماج دشهادت په اړه دميدان وردګوولايت دوالي الحاج عبدالجبارنعيمي پيغام ٢٥ جوزا-١٣٨٦: بسم الله الرحمن الرحيم! داغلې ارواښادې شکيياڅانګې اماج دکورنۍ درنوغړو او راغلو، ژورنالسټانو، ليکوالانو،فرهنګيانواودمرحومې خواخوږو! السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته! اجازه راکړئ،چې دارواښادې څانګې اماج،چې ديوه ناوړه قصدپه ترڅ کې په شهادت ورسېده،روح ته دفردوس جنت او دکورنيوپاتوغړيواوخواخوږيوته يې دجميل صبرغوښتنه وکړم. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
( له ليکوال ويپاڼې نه په مننې سره) ښاغلی محمد عاشق غريب په کال ١٩٥٩ زېزديږ په ميدان وردګ ولايت کي زېږېدلی دی . لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يې په خپل ولايت کښي تر سره کړي ، او په کال ١٣٥٨ لمريز کي ددفاع وزارت د هوايي او هوايي مدافع پوهنتون د راکټو د پوهنځی څخه فارغ او وروسته يې د راکټ د ٩٩ لوا ، د کابل ګارنېزون ، ددفاع وزارت د اپراسيون رياست ، او ٢١ ساتونکي غونډ کي دندي ترسره کړي دي ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط عبدالله شېرزی
|
|
||
|
|
|
|
|
دافغانستان اوانګليس دوهمې جګړې لوى اتل-محمدجان خان غازي
له ملي هدف نه په مننې سره: محمد جان خان غازي دسيدال خان زوي داكرم خان لمسى دى،دده دزيږيدونيټه لاڅرګنده شوې نده،اوداهم سمه معلومه نده چې په عسكري خدمت كې څرنګه شامل شوى دى.دزيږيدو كلي يې بيد مشك دى چې دغزني په شل كيلو متري كې پروت دى دى دامير شير علي خان دسلطنت په دوره كې قومندان ؤ او په خيبر كې يې دنده تر سره كوله. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دهېواد لوی خدمتګار-ډاكتر عبدالوكيل
ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه له نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
ميدان ښارته يوه کتنه سيدال خان ،ميدان ښار: ميدان ښار دميدان وردګوولايت پلازمېنه ده.شمال ختيځ ته يې کابل ولايت،شمال لويديځ ته يې دميدان وردګوجلرېز ولسوالۍ،جنوب اوجنوب لويديځ ته يې دميدان وردګو (نرخ ولسوالۍ واقع دي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
غازي محمدجان خان وردګ ملي هدف،ځانګړې ګڼه: محمدجان خان وردګ دافغان غازي ټولنې يونوميالي غازي دي چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلاداستعمار ګرانګليس سترګې وبريښولې اودنورواتلواوغازيانوپه ملتيايې تېښتې ته اړكړل. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت دمرافعې محکمې نوي رئيس پرکارپيل وکړ دميدان وردګوولايت دمرافعې محکمې،دپخواني رئيس عزيزالله سهاک پرځای،نوي رئيس(امرالله ابدالي)له يوې پېژندغونډې نه وروسته خپلې چارې پيل کړې. په پېژندغونډې کې،چې دمرافعې محکمې په غونډيځ کې جوړه شوې وه،دولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي،دسترې محکمې استازيو،دميدانوردګوولايت دادارورئيسانواوځينوقومي مشرانو او ديني عالمانوګډون کړی وو. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په ميدان وردګوولايت كې چارواكيوغونډه وكړه! اېمل: دروان كال دغبرګولي پريوويشتمه نېټه دميدان وردګوولايت ټولورييسانودولايت دوالي الحاج عبدالجبارنعيمي په مشرۍ غونډه وكړه. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
ارواښادملك محمدشريف خان خــادم چــې څـــوك پـــه حـــقه دوطــن اودمـــلت شــپې مـــلـت يـــې پــس لـــه مـــرګـــه پـــه مـدفن فــخركـــــــوي
ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
ډاكټر عبدالوكيل خان هر ورځ ډېرخلك پيداكيږي اومړه كيږي.نومونه يې له ياده وځي اووركيږي.خدايزده،چې دنړۍ له پيدائيښت نه رانيولې تراوسه به څومره وګړي،دنياته راغلي اومړه شوي به وي.خوډېرلږوګړي داسې دي،چې په خپل وخت كې يې،غوره اودولس لپاره كارونه كړيدي،چې دپېړيواوزريزوپه تېرېدوسره يې لانومونه ژوندي دي.ځينې مهال دځينووګړيونومونه دهغودغيرعادي كارنامواوظلمونوله وجې هم يادګاري ګرځي،خوخدمتګاروته تل ديوه ولس لخوادعاوې كيږي،يادونه يې په دېرو،حجرواوپه دولتي ماڼيوكې هم نمانځل كيږي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
مركز،نرخ اوسيداباددولسواليوګڼ شمير قومي مشرانودځينو ستونزودحل اوپرامنيتي حالاتوباندې دولايت دوالي سره بيلابيلې غونډې وكړې! نجيب الله،فکرمن:دروان كال دغواي دمياشتې پر(۱۵)مه دميدان وردګوولايت په مقر كې دمركز،نرخ اوسيداباد،ولسواليوځينوسپين ږيرواوقومي مشرانوسره دميدان وردګووالي الحاج عبدالجبار نعيمي غونډې وكړې. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
By: Gul Agha Ahamdi While crossing the border of ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
نامه والي ميدان وردک به وزارت اطلاعات وفرهنګ
دميدان وردګو ولايت نمبر: ٣٩٢ - نېټه:١٢/٣/١٣٨٦: به مقام محترم وزارت اطلاعات وفرهنگ ج.ا.ا ! کشور عزیز ما افغانستان که تاریخ زرین وباستانی دارد بدون شک درسالیان اخیر دستخوش اماج تجاوزات اجنبی ها درکلیه ابعاد سایسی ، اقتصادی ، اجتماعی و فرهنگی قرار گرفته ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په لوګر کې دسنځل ګل مشاعره جوړه شوه
ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت استادان:مونږپه مکتبونوکې پوره کتابونه نلرو عزت الله،٨ جوزا ١٣٨٦: دغه ستونزه دميدان وردګوولايت له بېلابېلوسيمو څخه راغليواستادانو دميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي ته وکړه. همداشان هغوی دا هم وويل،چې معاشونه يې ډېر لږدي، چې دورځني ژوندانه چارې پرې هم په سمه توګه وړاندې نشي تلای. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په اداره کې اصلاحات راوستل حتمي او ضروري دي په اداره کې اصلاحات راوستل حتمي اوضروري دي.دغه خبره دميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي په هغې غونډې کې وکړه،چې دولايت په مقرکې د ټولوولايتي رئيسانو اوځينومرستايالانو په ګډون جوړه شوې وه. هغه په غونډه کې ديوې ښې ادارې پرجوړښت ټينګار وکړاوله ټولورئيسانو نه يې وغوښتل،چې دخپلوادرو ترمنځ دورورګلوۍ، صميميت او دخلکودستونزودحل کولوفضارامنځته کړي. همداشان دغونډې په اوږدوکې، پرزراعتي کوپراتيفونو،دولتي قراردادونو، د مذهبي چارودرياست دودانۍ پرجوړښت،دښار پرپاکۍ،په ميدان ښارکې دشپاړس زره نويو نيال شويونيالګيو پراوبولوخبرې وشوې. دزراعت رئيس دخپل رياست دلاسته راوړنواوستونزودبيانولوپرمهال وويل،چې په ميدان وردګوولايت کې ٤٣ کرهنيزکوپراتيفونه شته دي،چې څلوروکوپراتيفونويې خپله قرضه په سمه توګه نده اداکړې. دقرارداديانوپه اړه په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې ټول قراردادونه،بايد قانوني پړاونه ووهي،اوقراردادي شرکت يااړونده اداره بايد ښه سابقه ولري. دمذهبي چارودرياست دودانۍ دجوړولو،اوستونزوپه ګوته کولولپاره يوه کومېټه وټاکل شوه، چې په درېيو ورځو کې به د اړوندې ودانۍ شروع کېدونکي کارونه خلاصوي. دښار پرپاکۍ هم خبرې وشوې،چې دميدان وردګوولايت ټولې دولتي ادارې بايد خپلې اړونده سيمې پاکې وساتي. همداشان په ښار کې دعمومي چوڼياڼيو( تشنابونو) ( پر اړتيا هم خبرې وشوې. دنويونيالګيوداوبولوستونزه هم وسپړدل شوه،وويل شول،چې دنيالګيوپه اوبولوکې دې ټولې ادارې سره لاسونه ورکړي، او يواځې ښاروالۍ نشي کولای چې دټول ولايت په سطحه نيالګي اوبه کړي. په پای کې الحاج عبدالجبارنعيمي له ټولو ولايتي رئيسانو نه په کلکه وغوښتل، چې په ګډه او تفاهم سره خپلې ورځنۍ ستونزې حل کړي.او دوګړيو دستونزحل ته جدي پاملرنه وکړي. داموضعات په داسې حال کې مطرح کيږي،چې تراوسه دميدان وردګوولايت له کرهنيزوکوپراتيفونوسره په ټنونوکيمياوي سره ،اته تراکتورونه مرسته شويدي او ميلونونه افغانۍ قرضه ورکړل شوېده. څو قرارداديان دناسم کارله امله بنديان شوي اوپه دغه ولايت کې دمذهبي چارورياست خپلې چارې په يوه کرائي کورکې ېرمخ بيائي اوتېرکال داو بو دنيشتوالي له کبله په زرګونونيالګي سوځېدلي وو. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دپينځه ويشتوهېوادونونظامي اتشو له ميدان وردګوولايت څخه ليدنه وکړه
اېمل،٦ جوزا: دپينځه ويشتو هېوادونو( تاجکستان، جاپان، جرمني، ايټاليا، ازبکستان، قرغزستان، هسپانيې، فرانسې، ترکيې،پاکستان، هندوستان،اېران...) نظامي اتشو دميدان وردګوولايت له ولايت څخه ليدنه وکړه.پرمختيائي پروژې،سپورتي مرکز،دکرهنې مسلکي لېسه، دپوليسو روزنيزمرکز اونورنوي جوړې شوي ځايونه يې وليدل. دوی دميدان وردګوولايت له والي الحاج عبدالجبارنعيمي سره هم وليدل. هغه ورته دولايت پربيارغونې، امنيت، کوکنارو، ډاياګ اودولايت پرراتلونکي پرمختيائي پلانونو رڼا واچوله. هغه وويل، چې په ميدان وردګوولايت کې دبيارغونې لوې پروژې ترلاس لاندې لري او دمختلفوهېوادونوپه مرسته يې ډېرې پروژې، عملي کړيدي. هغه زياته کړه،چې په راتلونکي کې پلان لري چې دولايت په اړوندو،ولسواليوکې هغه دولتي تاسيسات چې دجنګونوپرمهال نړيدلي او يا يې بيخي شتون نه درلود،جوړ کړي. همداشان هغه دکرهنې دسيسټم دښه فعالېدو او وزګارووګړيوته دکاردپيداکولوپه اړه وويل، چې په ولايت کې يې دچپسو، مربا او جوسوفابريکولپاره کار پيل کړيدی. په ليدنې کې داتشودمرکز مشر بريد جنرال ايس. کې چوهدري په ولايت کې دبيارغونې لړۍ وستايله. ديادونې وړده، چې دا لومړی ځل دی، چې د بهرنيو هېوادونواتشې له ميدان وردګوولايت څخه ليدنه کوي،اودولايت بيارغونې چارې له نږدې نه ګوري. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان- باميان سړک پرسر شپږامنيتي پوستې جوړيږي پينځم غبرګولی: دغه پرېکړه په هغې غونډې کې وشوه،چې دميدان وردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي،ددغه ولايت امنيتي ارګانونو،دايټاليا دسفارت چارواکيو، دچينائي کمپنۍ استازيواونورو اړوندوچارواکيوپکې برخه اخيستې وه. نوموړې پوستې به دنرخ په دوه لارې،کوټې عشرو، مامکيو، زيوالات،دسلمان فارس او نوابادپه سيموکې جوړيږي.اودميدان- باميان سړک،چې دايټاليې هېواد په مالي مرسته،دترکيې د کمپنۍ لخوا جوړيږي دامنيت دساتنې لپاره به هلې ځلې کوي. همداشان دميدان- باميان دسړک دامنيت دټينګښت لپاره په همدغه ورځ دنوموړي ولايت والي له ميدان نه تراوونۍ غاښي پورې سيموقومي مشرانواو عالمانوسره وليدل او له هغوی نه يې دامنيت په ټينګښت کې مرسه وغوښته. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دښوونکي دورځې په وياړدميدان وردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي دوينا متن ٥ غبرګولی-جوزا، هفته، ميدان ښار، دښاروالۍ غونډځی: دولايتي شوراء محترمو غړو –دقدر وړ درنو استادانو – زده كوونكو ددايرو رئيسانو! السلام عليكم ورحمته الله وبركاته ! دهر څه نه دمخه دتاسو درنو استادانو او زده كوونكو راتګ دنن ورځي پرتمين غونډي ته چه دتاسو درنواو ګرانو استادانو په وياړ جوړه شويده ښه راغلاست وايم ! دكلونو كلونو راپديخواء دجوزاء دمياشتي دريمه نيټه دمعلم ياښوونكي دورځي په نوم نومول شوي چه هركال دښوونكودارزښتناكه اولوړ مقام په وياړ دهيواد په ګوټ ګوټ كي دپرتمينو غونډو په ترڅ كي نمانځل كيږي . دښوونكي ارزښت په ټولنه كي ترهرچا زيات دي – ښوونكي دهيواد دبچيانو معنوي پلار دي . ښوونكي هغه څوك دي چه خپل ځان لكه شمع سوځوي او دوطن بچيانوته دعلم اوپوهي رڼاء په برخه كوي اودتاسو دزيار اوكوښښونو په ترڅ كي داسي پوه اومسلكي كادرونه ټولني ته وړاند ي كيږي چه دهغوګټي دټولني هروګړي ته رسيږي – او هيواد دترقي اوپرمختګ لوړو مدارجوته رسيږي – خداي پاك جل جلاله په خپل پاك كلام كي فرمائي. ايابرابردي هغه كسان چه علم لري له هغوكسانوسره چه علم نلري – بلكه برابر ندي اما با علمه اوبا سواده كسان هميشه كامياب اوهم ئي خپل ځان اوكورني اوهم ئي نوروته ګټه رسيږي . · روښانه خبره ده چه دهرهيواد ترقي اوپرمختګ دهغه هيواد داوسيدونكو دعلم اوپوهي په لوړتياء پوري اړه لري . · هرڅومره چه په ملك كي دعلم اوپوهي سطح لوړه وي په همغه اندازه هيواد دپرمختګ اوترقي په لور اوچت ګامونه پورته كوي . · متاسفانه دتيرو دري لسيزو جنګونو په نتيجه كي دپوهني اومعارف څانګو ته زيات زيانونه ورسيدل .زيات باتجربه اومسلكي استادان شهيدان يامعيوب شول – ګڼ شمير نورو ملكونو ته مهاجرشول – ښوونځي وسوځول شوي - دښوونځيو دروازي بندي شوي اوپه نتيجه كي يوه ستره اولويه خلاء رامنځته شوه – دنيكه مرغه دنوي نظام په راتګ سره دولت دپوهني برخي ته زياته توجه راواړوله دهيواد په ګوټ ګوټ كي دښوونځيو نوي وداني جوړي شوي – دښوونځيو دروازي بيرته خلاصي شوي په ميلونو نو هلكان اونجوني دښوونځيو په لور روان شول پدي ولايت كي د ۲۵۶ بابه ښوونځيو دروازي دزده كوونكو په مخ خلاصي دي – په دي ښوونځيو كي ديولك اواوه ويشت زره په شاوخواء كي نجوني اوهلكان په زده كړه بوخت دي . كله چه ما دمركز اواړونده ټولو ولسواليو ته سفرونه وكړل په لمړي قدم كي مي دښوونځيو څخه ليدنه كتنه وكړه – مګر واقعاً دښوونكو او زده كوونكو ستونزي ډيري زياتي وي . ددوكلونو راپدي خواء كه څه هم دمعارف په برخه كي زيات پرمختګونه منځ ته راغلي دديرشو څخه زياتي ښوونځي يانوي جوړي اويا دجوړيدو په حال كي – دي دزراعت مسلكي ليسه دجوړيدو په حال كي ده – دزده كوونكو دسالمي تربئي اوتفريح لپاره په ميدان ښار كي دتركئي ددوست هيواد دبيارغوني دټيم په مرسته يولوي اوعصري سپورت كمپلكس جوړشوي شوي چه البته په څو راتلونكو ورځوكي به انشاء الله افتتاح شي . اوهيله لرم چه دسيداباد په ولسوالي كه به يوه ديني مدرسه په پاخه اوعصري ډول جوړه شي اما ء داكارونه بياهم لا كافي نه بولم – دمعارف په برخه كي ستونزي لازياتي دي اوهيله من يم چه دپاك خداي په فضل اودتاسو درنو استادانو اومشرانو په مرسته به سږكال دپوهني په برخه كي زياتي برياوي لاسته راشي · ګرانو استادانو . دتاريخ پدي حساسو شيبو اوپراړونو كي دتاسو مسوليتونه ډير زيات دي – دهيواد اوپوهي دشمنان نه غواړي چه اولادونه موسواد زده كړي – او نه غواړي چه اولادونه مو ډاكتران او انجنيران شي – اونه غواړي چه وطن مو پرمختګ وكړي – دوي ښوونځي سوځوي دښوونځيو دروازي بندوي – استادان اوښوونكي وژني اوپه نتيجه كي دپرمختګ اوترقي خنډ ګرځي بناءهيله لرم چه ګران اوقدرمن ښوونكي داسلام دمقدس دين دارشاداتو په بناءخپل رسالت اداء كړي ښوونكو ته لازمه ده چه زده كوونكو ته دښواونيكو خويونو اواخلاقو درس وركړي – هغوي دغير اخلاقي اوفساد – او دنشه ئي توكيو دنه استعمال نه وژغوري – هغوي ته دمهرباني – ملي وحدت جنګ نه دنفرت دوطن دوستي اووروري روحيه وركړي – ترڅو په راتلونكي كي دوطن بچيان دوطن پالني – ميني اومحبت په فضاء كي دوران اوويجاړ هيواد لپاره دښواو ارزښتناكه خدمتونو مصدر وګرځي. په اخر كي دتاسو درنو استادانو اوزده كوونكو راتګ ته يوځل بيا ښه راغلاست وايم دتاسو دبرياليتوبونو په هيله په درنښت |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په ميدان وردګوولايت کې دمعلم ورځ ونمانځل شوه ۵ غبرګولی: دغه ورځ دټول هېواد په څېر په ميدان وردګوولايت کې هم ونمانځله شوه. په نمانځن غونډه کې دنوموړي ولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي، دترکيې دولايتې بيارغونې ډلې مشر، دپوهنې وزارت هئيت،دميدان وردګوولايت دپوهنې رياست رئيس، دپوهنې مديرانو،استادانواو دولايت له بيلابيلوبرخو څخه زده کوونکيوبرخه اخيستې وه. دغونډې پرمهال په اسلام کې داستادپر اهميت اوسترتوب دبيلابېلوويناوالولخوا رڼا واچول شوه اودزده کوونکيو لخوا ترانې وويل شوې. همد اشان په غونډه کې داستادانودمعاشونودلوړولوغوښتنې هم وشوې. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دتوکرک له هسکوڅوكو څلوريځه دامنوچې موږه شاعران لږلېوني غوندې يو لېوني رغوو،په اورسوځوسپېلني غوندې يو لاس پرې تاوكړوله ښكلونجونومچكې په زورواخلو داهرڅه منو ! موږه مينه كې لږسرزوري غوندې يو پام چې دمينې نوم په خوله وانخلې دپښتنوسيمه ده دلته مينه نشته زړګيه دې لېونوسيمه ده دلته دوه مين وژني اومنصوري څېرې په دارځړوي دلته چړې په وينوسرې دي دغرغښت دلمسوسيمه ده |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
نړيوال جال (انټرنټ) څه دى ؟ دغه رازپه جرمني كې دهرو زرو كسانوپه سر۸۵ وېبپاڼې رسيږي اوفكركيږي ،چې داشميره به دم ګړۍ له ۱۰۰۰ هم اوښتې وې ،كه په افغانستان كې دې ته نظروكړوپه ۲۰۰۳ كې دانټرنټ دكاركوونكوشمير۱۰۰۰ ته اودوېبپاڼوشميريې د۷۰۰ په شاوخواكې اټكل شويده ،چې وركې دپښتووېبپاڼوشميريې بېخي كم يانې ۵۰ ته رسيږي . په نړيواله كچه نړيوال جال(انټرنټ) دګڼ شميرسولګرو(كمپيوټرو) نښلوولوته وايي،چې په ټوله نړۍ كې ديوې شبكې (جال) په بڼه سره نښلول شوي دي،په نوموړي نړيوال جال كې دسولګرواودهغوي دټولوجانبي وسايلو،ټيليفوني كرښواوسپوږمكيوټول اړيكتيايي كانالونه اوسمبالوونكي ميكانيزمونه ځاى شوي دي ،چې كولاى شي په ښه ډول اړيكې له يواوبل سره ټينګې كړي ،دغه رازكله چې له نړيوال جال سره په نښلوول شوي سولګرباندې كاركوو،كولاى شوله بل داوړسولګرسره ،چې په نړيوال جال پورې تړلى وي اودې نړۍ په هره څنډه كې وي اړيكې ټنګې كړو،ليك ورته واستوو،مخامخ ورسره خبرې وكړو،...... دانټرنټ په مرسته دليكونوليږدول په نړۍ كې دليكونودليږلوډيرډاډمن كره ،خوندي ،اوچټك ډول دى،څرنګه چې هروګړى دهغه دمطالعې دترلاسه كولولپاره دقيق اوځانګړي كوډونه(شفرونه) لري ،كولاى شودنړيوال جال له لارې مقابل لوري سره خبرې وكړو،اوله دې سره جوخت دمقابل لوري انځور،اوهغه ځاى، چې پكې دى دخپل سولګردپردې پرمخ ووينو،يانې دانټرنټي اوويډيويي كنفرانسونوجوړول يې ښې بېلګې دي. دوېب (www) له لارې ،چې دنړيوال جال يوه برخه ده ،اوګڼ شميرموسسې ،دولتي اوشخصي ارګانونه ،سازمانونه،نندارتونونه،پوهنتونونه،علمي اوكلتوري مركزونه،كتابتونونه،ورځپاڼې،ډاكټران اودغه راز انفرادي وګړي په نړيوال جال كې خپلې اوځانګړې پاڼې لري .مونږپه دغوپاڼوكې دورننوتواوپرانېستلوسره كولاى شودنوموړې پاڼې له خاوند،اوياشركت سره وګورو،دغه رازمونږ په وېب كې هر راز لټونې ترسره كولاى شو،هرډول معلومات اوهر راز موضوع ګانوباندې ،چې وغواړولاس برى پيداكړوپه ښه اوكره ډول يې كولاى شو،دبېلګې په توګه وال سټريټ ژورنال ،بېنوا،ټول افغان ،ميدان بلاګ پا،خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري ،دهغوي دځانګړوكوډونودټايپولووروسته نوموړې پاڼې زمونږدسولګرپرمخ پرانېستل كېږي . داوړمونږ كولاى شوهغه وروستي خبرونه،چې د BBC ياآشناراډيوله لارې خپريږي پريومهال دكبل له لارې واورو،دغه رازدرسي كتابونه ،كلاسيك اثار،علمي اوكلتوري اثارترنويوكارونو،چې ترسره كيږي ،مونږكولاى شوهره پاڼه دنوموړواثارودخپل سولګردليداني (مونيټور)پرمخ په ښه ډول وګورومطالعه يې كړو،اويايې دخوندي كولولپاره دچاپګر(پرېنټر)په مرسته پرچاپي بڼه لاس ته راوړو،داوړنن په سوداګرۍ كې له نوموړي نړيوال جال څخه ګټه اخيستل يواړين كاربرېښي ،سربيره پردې ديوه توكي دپيرودلووړاندې دنوموړوتوكودتوليدوونكوبېلابېلوكمپنيواوپلورنكوزرګونووېب پاڼوته مراجعه وكړو،هغه وګورواودهغه دكيفيت ،څېرې ،ارزښت او...په اړه هراړخيزه څېړنه وكړو.اودهغودپېرودنې په هكله خپل هوډ څرګندكړو،داهم په انټرنټ كې كولاى شو،چې خپل صادراتي مالونه اوسامان الات په خپلووېب پاڼوكې ځاى پرځاى كړو،اودنړيوال جال له لارې دخپلوصادراتي مالونوټولوپيرودونكوسره دنړۍ په بېلابېلوښارونوكې اړيكې ټينګې كړو،داوړنن په نړۍ كې داسې شركت ياكمپنۍ شتون نلري،چې دنړيوال جال له اسانتياووڅخه بې برخې وي . دنوموړي جال دلاس ته راوړولارې ډېرې دي دبېلګې په توګه كولاى شوخپل سولګردډيجيتل ټيليفون سره ديولين په مرسته ونښلوو،يادبېسيم Wireless دانټرنټ له ځانګړي ډېش انتن څخه په مرسته خپل سولګردانټرنټ له شبكې سره ونښلوو. دښاري (ډيجيتل)ټيليفون له لارې نړيوالې شبكې سره داړيكوټنګول يوله بنسټيزوچوپړونوڅخه ګڼل كيږي ،چې په كوركې له انټرنټ څخه دګټې اخيستولپاره اودانټرنټ چوپړونوته دلږواړتياووپه باب ګټه اخسيتل كيږي ،دنوموړي نړيوال جال دګټه اخيستولپاره هرګډونكوونكى يوسولګراويوموډم ته اړتيالري ،چې له خپل سولګرسره يې ونښلوي ،دګډون كوونكي نوم،اړونده شميره (كوډ) او ۰۸۰۰۸۰۰۰۰۰۰ شميره ډايل كړي انټرنټ سره به ونښلي،داوړپه قراردادي بڼه دنداتيلي كمونيكېشن له خواهرګډون كوونكي ته وېشل كيږي ،اوترېنه په ښه ډول ګټه پورته كولاى شي . دبېسيم wireless له لارې له نړيوال جال سره په دې ډول اړيكې ټينګې داى شي ،چې دبېسيم دځانګړې دستګاه په مرسته ،چې نداتيلي كمونيكېشن يې وړاندې كوي او دانټرنټ له نړيوال جال سره د لوړاوښه كيفيت لرونكى سيسټم دى ،دانټرنټ داوړاړيكه دوګړو،موسساتو،شركتونولپارګټوردي ، ځكه چې په لوړه تېزۍ سره انټرنټ ته اړتيالري اودپيغامونودليږدولواواخيستلوحجم يې زيات دى ،دبېلګې په توګه هغه ګډونكوونكي ،چې غواړي ويډيويي اوراډيويي پيغامونه ترلاسه كړي ،ياوغواړي ويډيويي اوانځوريزې وېب پاڼې راوسپړي ،نوموړې اړيكه دبېسيم له لارې ګډونكوونكي ته ددې امكان برابروي ،چې خپل سولګردځانګړې الې له لارې نېغ په نېغه له (ندا) سره ونښلوي ،داوړله انټرنټ سره دهغه له ټول لوړكيفيت سره دلاس بري ضامن دى. د(نداتيلي كمونيكېشن ) شبكه دبېسيم له لارې ګڼ شميرسولګرونه له نړيوال جال (انټرنټ)سره نښلوي ،دترلاسه كولو لوړ ګړنديتوب اوله Kbps 32 څخه ترMbps 4 په ثانيه كې دپيغامونوليږدول ،له ځنډ پرته دراډيويي پيغامونواورېدل ،دوېب پاڼې اوفايل دخوندي كولو،دپيغامونودترلاسه كولواوليږلولپاره دځانګړي اېمېل( Email ) امكانات ،دويډيويي كنفرانس امكاناتوبرابرول دنړيوال جال څخه په مرستې او نامحدوده توكه ګټه اخيستل كيږي. جلال آشنا/ميدان ښار ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
سرتېرى دسرزورونجونوتروړاندې يې ماته بدوكتل څومره سپين سترګې وه شرمېدله نه ؟! هغه لولۍ مرنډه وه،چاكوله نه دمينې په تور يې هسې تورن كړمه منګى يې كېښوده،اوپه كاڼويې وويشتم ماورته څه ويلي نه وو ماترې داننګيوسرونه غوښتي نه وو له سترګولاندې مې ترې لږ مينه وغوښته نوره ګناه مې نه وه همدامې وه چې سل زړونه مې سره يوكړل ديومين شاعرټپي زړه شوهغه داسپين سترګې مې ټينګه كړه له كوڅيونه دغاښوپه څوكومې ټينګه كړه له اننګيونه خرپ دمچكې ترې جګ شو كړنګ دمنګي جګ شو دړې وړې پرځمكه پرېوت په ګودردنجونوشورشو هلئ ! سورسترګي ګودرنيولى منګي ماتوي ، مچكې اخلي جلال آشنا ۲۵\۹\۱۳۸۵ لمريز كابل پوليتخنيك پوهنتون |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په ميدان وردګوولايت کې امنيتي غونډه ترسره شوه چارشنبه، ٢٣ مې ٢٠٠٧ز: دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې دميدان وردګوولايت والي ښاغلی عبدالجبارنعيمي،دنوموړي ولايت ټول امنيتې ارګانونه، ديوناما،ډاياګ مسوولين،امريکائي ولايتي بيارغونې ډلې استازي او د ترکيې ولايتي بيارغونې ډلې استازيو هم شتون درلود. په غونډه کې والي عبدالجبارنعيمي پرامنيتي حالات رڼا واچوله او له اړوندو چارواکيونه يې وغوښتل،چې دپوليسو په سمبالښت کې ورسره مرسته وکړي. هغه وويل، چي دامنيت په خرابۍ کې درې ډوله کسان لاس لري، اول هغه کسان چې خپل موقف په خطرکې لري، دوهمه ډله مافيا، غله او لوټمارن دي، او درېيمه ډله هغه ځوانان دي، چې ماغزه يې مينځل کيږي او ورته ويل کيږي،چې ګواکې افغانستان اشغال شو يدی.
|
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په ميدان وردګو کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه ترلاسه شوه
کابل،دغويي ٣٠مه ،پژواک خبري اژانس
ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دهيواد لوي خدمتګار-ډاكتر عبدالوكيل ډاكتر عبدالوكيل اصلادميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دی.دی د(۱۳۰۲) هـ ش كال دحمل په مياشت كې په كابل كې زيږيدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې دكابل ښار په استقلال او غازي ليسو په ښونځيو كې كړيدي اود غازي ليسې ددولسم ټولګي څخه فارغ شو دغه مهال دويمه له نړيواله جګړه روانه وه ، همدغه وخت دښونې او روزنې دوزارت لخوا هندوستان ته وليږل شو او دفنصل آباد په پوهنتون كې شامل شو ليسانس يې له همدغه پوهنتون څخه تر لاسه كړ اووروسته پيا كابل ته راغي او دښوونكي په توګه دكابل په دارالمعلمين كې دنده وروسپارل شوه او دوه كاله يې دښوونكي دنده تر سره كړه . ارواښاد ډاكټر عبدالوكيل (۱۹۴۸) م كال چې (۱۳۲۷) هـ ش سره سمون خوري لندن ته ولاړ او هلته يې دكرنې په برخه دكتورا واخستله او (۱۹۵۲)م كال چې (۱۳۳۱)هـ ش سره برابره ده كابل ته راغى او دهلمند په ولايت كې دزراعت رئيس وټاكل شو او (۱۲)كاله يې په دې ولايت كې دنده تر سره كړه او وروسته بيا ددې ولايت والي وټاكل شو او بيا څه موده وروسته بيا دمشرانو دجرګې انتصابي غړي شو چې (۲) كاله يې همدا دنده تر سره كړه ، يو څه موده وزګار پاتې شو او بيا وروسته دكرنې وزارت دمشاورپه توګه مقررشو او دوه نيم كاله يې دا دنده تر سره كړه وروسته بيا دكرنې دوزير په توګه مقررشو او دوه نيم كاله دوزارت چارې پر مخ بوتلې . ارواښاد ډاكټر وكيل دهغو څيرو او شخصيتونو څخه دى چې هيوادته يې ښيرازي ورپه برخه كړې خدمت يې كړى او په زرګونوهيوادوال يې پر خدمت شاهدان دى . ډاټر وكيل په ډير هنر او ښكلي انداز خپل اولس (( دنرخ ولسوالۍ )) خلك مڼو نيالګيو ايښودلوته وهڅول . په دې اړه ويل كيږي چې كله ارواښاد ډاكټر وكيل دنرخ ولسوالۍ خاوره دمڼو لپاره مناسبه تشخيص كړه ، له بيروت څخه يې دمڼو اصلاح شويو ډولونو نيالګي راوړل خلكوته يې توصيه وكړه چې دغه نيالګي كښينوي ، خو هغوي حاضر نه شول ، بالاخره ډاكتر وكيل په خپلو ځمكو كې نيالګي كيښودل ، چې كله دغه باغونه ورسيدل دنرخ دولسوالۍ مشران او سپين ږيري يې چې دغه اصلاح شوې ميوې وليدې په خونديې وپوهيدل ټول دې ته چمتو شول چې باغونه وكري او نن نرخ دمڼو ديوه لوي بڼ په څير په يو ه سمسوره دره بدل دى . وروسته دډاكتر وكيل په هيواد ددغه صادق بچي دابتكار او خدمت په بركت په ښكليو او سمسورو بڼونو بدلې دي . ډاكتر وكيل چې دعمر په وروستيو كلونو كې له هيواده وتلوته اړشوى ؤ ، او په بهر كې اوسيده بياهم دخپل هيواددآبادۍ او ښيرازۍ په غم كې ؤ ، يو وخت چې په بهر كې ډاكتران دده دژوند له دوام څخه مايوسه شول ده ته يې دغه زړه بوږنونكى پيغام واوراوه ، ډاكتر بيا هم دخپل هيواد دسوكالۍ په غم كې ؤ . چې كله دوروستي ځل لپاره خپل هيواد ته راستنيدو ، له كانډا څخه يې دانوروديوه الى جنس څو قلمۍ ورسره راوړې او غوښتل يې په مزارشريف كې يې چې دارواښاد ډاكتر وكيل وروستى وصيت هم دهمغو انګورودپالنې په باب ؤ . دهوښيار انو خبره ده چې ميړونه مري او بادونه يې پاتې كيږي ، ارواښاد ډاكتر عبدالوكيل وفات شو خو ياد يې دزرګونو هيوادوالو په زړونو كې ژوندى دى. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دمڼې ګل مشاعره ملي کلتوري غونډه لیکنه:محمدظریف عنایت زی دهرهیوادتاریخي هویت اوعظمت دهغه دکلتوراودودونوله مخکې جوتیږي، نوکه زموږپه هیوادکې له پخوازمانوڅخه چې تل دجګړوښکاروکلتوري برخې ته ډیره پاملرنه شوې واي نن به دنړۍدهغوهیوادونوپه څیرچې که څه هم لنډتاریخ لري خو هرڅه دمنطق اواستدلال پراساس اواریدل کیږي ،دلته به هم چاد زوراوټوپک خبره نه کوله . ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
وردګو ته ډالۍ محمدحامد حليمی دوردګو له كوهسار شم صدقه چې مې مينه دوطن باندى ماتيږى ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دمڼې ګل دبنسټوالودپام وړ! په پام کې نيول شوې، چې سږکال دمڼې ګل مېلې ټول شعرونه او منځپانګه به په يوې ځانګړې ټولګې کې چاپ شي. دسږنۍ مېلې د منځپانګې برسېره به په ټولګه کې دهغو کسانو چې په ميدان وردګوولايت کې يې دمڼې ګل مېلي بنسټ ايښی عکسونه او لنډه پېژندنه هم چاپيږي،نوله ټولوبنسټ ايښودونکيوځنې هيله کيږي، چې خپل يوعکس له لنډې پېژندنې سره په لاندې پته راواستوي. پونګۍ:٠٧٧٣٣٧٩٣٣٩ په درناوي دميدان وردګوولايت فرهنګي څانګه |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||