|
|
|
|
|
تيم کرکت ميدان وردگ، جوزجان را از تورنمت خارج ساخت
تورنمنت بهارى كركت بين تيم هاى منتخب ولايات كابل، كندز، كاپيسا، پكتيا، بغلان، جوزجان،ميدان وردگ، پنجشير، لغمان وبدخشان ازتاريخ ۲۲ ثور در ميدان ورزشى سپين زركندزآغاز يافته و قرار است که نتايج آن فردا اعلان گردد. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
ميدان وردګ دلسو ولايتونو دکرکټ د سياليو اتل شو
په دغو سياليو کې كابل، كندوز، كاپيسا، پكتيا، بغلان، جوزجان،ميدان وردك، پنجشير، لغمان او بدخشان برخه اخيستې وه . ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
په ميدان وردګوولايت کي دوسلواومهماتوديپوکشف شو .
نیټه : May 20, 2007 منبع : Bakhtar د ميدان وردکو ولايت دملي امنيت رئيس وويل له دغه ډيپو څخه اته ويشت توغندي ، د موزائلو يو سلو شپږ ماينونه د هاوان يو سلو نهه ويشت ماينونه ددوه اتيا ملي متري توپ ١٩ ماينونه د هاوان ١٣٦ حق السوق د سکر توغندي سرګلولي ، يو دوه اتيا ملي متري هاوان ترلاسه شوي دي . ددغه ولايت مرستيال سيد محمد حسين وويل ددغه ولايت دملي امنيت درياست منسوبينو دغه وسلي او مهمات له لري سيمو څخه ددغه ولايت مرکز ته ليږدولي دي چي په دغه ولايت كى دوسلو د راټولولو کميسيون ته وسپارل شي . |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت ته يوه لنډه کتنه همت الله امين زی که څه هم دميدان وردګوولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي مورخينوډېرڅه نه دي ليکلي اوکه يې ليکلي نوهغه هم کافي اوبسيانه دي خويوه خبره مالومه ده اوهغه داچې دميدان وردګ اوسېدونکي په غيرت،مېړانه،سخااومېلمه پالنه کې ښه شهرت لري اوپه دين اومذهب معتقداوکلک ولاړخلک دي. اخځونه: 1) پوهنوال رسول باوري،دوردګوولايت کې دلرغوني برم يوه بېلګه،وردګ جريده نهمه ګڼه ،غبرګولي ١٣٨٤ ،٥ مخ. 2) محمدحيات خان،حيات افغاني،دويم ټوک،دسرحاونوچارووزارت، ٢٣٥- مخ. 3) پورتنى اثر،٢٣٦- مخ. 4) افضل خان خټک،تاريخ مرصع،پېښوريونيورسټي،پاکستان،٥٢٢- مخ. 5) حيات افغاني، ٢١٨- مخ. 6) پوهاندغلام جيلاني عارض،جغرافيايې ولايات افغانستان،پېښور، ١٣٧٩، ٢٥- مخ. 7) دسرمحقق سيدامين (مجاهد) يادښتونه اوراټول کړاي شوي مالومات،دميدان ځوانان خپرونه ١٣٨٤ ،دوهمه ګڼه - ٥ مخ. |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دمڼې ګل سږنۍ مېله پښتونځار عبدالودود ٢٠ غوای: په ميدان وردګوولايت كې دمڼې ګل دوديزه مېله ونمانځل شوه ،مېله دتېروکلونوپه توپيردنوموړي ولايت په مركز ميدانښاركې دنوموړي ولايت دوالي عبدالجبارنعيمي اوددغه ولايت دځينو فرهنګيانو په کوربتوب جوړه شوې وه. مېله کې دخوست،لغمان، ننګرهار،کابل،لوګر،غزني، په خپله دميدان وردګواوځينونورو،ولايتونو ليكوالانو،شاعرانو،فرهنګيانو،دشعرمينه والو... اوښاغلي استاداصف صميم، دمخدره توکيوسره دمبارزې وزيرحبيب الله قادري،دکابل ښاروالۍ مرستيال غرزي خواخوږي،دپژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ،دشمشادټلويزيون رئيس عبدالواحدنظري، دعدليې وزارت مرستيال محمدقاسم هاشمزي، ديونامادمرکزي ولاياتومسوول مايکل سيمپل، دCIG مشر رحيم الله سمندر،دامريکالخوادعدلي سکتوردملاتړمشرباب ګېپسن... ددغه ولايت بزګرانو، دولايتي شورا، اوولسي جرګې غړيو،ولايتي رئيسانواونوروبرخه اخيستې وه. ځينوشاعرانواوفرهنګيانوپه اول کې فکرکاوه،چې شعرونه به يې دچارواکيولخوا سانسور شي،خو دمشاعرې په دوران کې،دچارواکيولخوادشعرونودسانسورڅرک نه لګېدۀ اوهر شاعر دخپلې خوښې شعرونه وويلی شو.
ترهرڅه وړاندې تاسوټولوته ښه راغلاست وايم!خوښ يم چې نن پدې مشاعره كې له تاسوسره له نږدې وينم! داچې،ملي كلتور،فرهنګ اوملي عنعنات دقومونواوولسونودپېژندنې اساس دی،نوپه كارده چې خپل اصيل فرهنګ اودودونوته جدي پاملرنه وكړواودزيات پرمختګ په لټه كې يې شو! دمڼي ګل مشاعره اودوديزه مېله اودهېوادنورې مشاعرې دملي يووالي،وحدت اواقتصادي پرمختګ اوملي فرهنګ په وده كې رغنده ونډه لري؟ دهېواد،دڅولسيزوپه جنګونوكې زمونږد كورونو،سړكونو،دولتي تاسيساتواواداري نظام په ويجاړتيا سربېره دكرهنې اومالدارۍ څانګه سخته زيان منه شوې اوپرله پسې وچكاليودغه ستونزه دوه چنده كړېده،چې ددغوستونزوله منځه وړل، زياتوهلوځلواوكوښښونوته اړتيا لري؟ درنوحاضرينو! غواړم په لنډډول سره دميدان وردګوولايت ولس اوتاسوته دخپلې ادارې ددوكلونولاسته راوړنې اوپرمختګونه بيان كړم! دكرهنې په څانګه كې : په ميدان ښاركې موددوست هېواد تركيې په مرسته ديوې لويې زراعتي مسلكي لېسې بنسټ ايښی چې په څوراتلونکيومياشتوكې به يي كاربشپړشي.دغه لېسه ليليه لري اودحرفوي زده كړوكورسونه به هم پكښې موجود وي.دغه رازبه ددې لېسې ترڅنګ يولويه مجهزه سړه خونه ياكولډسټورهم جوړشي.ددې سړې خونې له جوړېدوسره به دبزګرانوزياته اندازه زراعتي حاصلات،تربازارموندلو پورې وساتل شي. له دې نه وړاندې مودامريكا دمتحده ايالاتوپه مرسته په ميدان ښاراوټولوولسواليوكې (۳۰) سړې خونې جوړې كړي، چې اميد لرم په تېركال كې زموږ،بزګرانوورڅخه ښه ګټه اخيستې وي! موږدخلكودهراړخيزې مرستې په نتيجه كې ميدان وردګوولايت له كوكناروڅخه پاك اعلان کړيدی.چې زمونږلپاره دافتخاروړكاردی.ددې وياړپه ترلاسه كولوسره مركزي دولت اونړيوالي ټولني ستايلي يو.اودعام المنفعه پروژو دجوړولوپه خاطريي د(۵)لكه ډالرومرستې ژمنه كړې،خودغه مرستې زموږدکروندګروستونزوته په پام سره ډېرې کمې دي. مونږله زراعتي كوپراتيفونوسره تخنيكي اومالي مرستې كړيدي.دمخدره توكيوپه بدل كې مودزعفرانوتجربوي كرهنه پيل كړې، چې ښه نتيجه يي وركړې ده. اواوس پدې هڅه كې يوچې دزعفرانوكرهنه چې دبزګرانولپاره يوښه عايداتي منبع كېدلای شي اوهم ښه نړيوال بازارلري ډيره وده وركړو. مونږدچك دبرېښنابنددجوړولو، په ولسواليوكې دنورومناسبوبندونو، دمڼودباغونودتقويې، دجوسودفابريكودجوړولو، دشنوساحو(ګرين هاوسونو) دجوړولوپه هکله تياری نيولی!پدې اړه مومركزي دولت اوډونرانوته وړانديزونه كړي اميدلروچې دعملي كارپه ژرپيلولوكې راسره همكاري وكړي؟ مونږپه تېرودووكلونوكې وكړای شول،چې دولايت په مركزكې ډېرې دولتي ودانۍ جوړې يااساسي ورغوو. دغه رازموپه مركزكې سركونه اوپاركونه جوړكړي،ددوست هېوادتركيې دولايتي ډلې په مرسته يولوی ورزشي مرکز،چې په بين المللي معيارونوبرابردی دجوړيدوپه حال كې دی. دميدان ښاردجامع جومات دبياجوړولوبنسټ موهم دتركيې ددوست هېواد په همكارۍ ايښی چې په اساسي ډول اودعثماني خلافت ددورې په ډيزاين جوړيږي.ددې ترڅنګ به په ميدان ښاركې د درېو(۳) نورجوماتونوچې يويې ډېرسترجامع جومات دی كارونه په لنډ وخت كې پيل شي مونږبه په ميدان ښاركي په ډېرلنډوخت كې (۴) سترې اساسي پروژې چې لګښت يې ميليونونه ډالروته رسيږي پيل كړو.دغه پروژې په لاندي ډول دي: اول:دميدان وردګوولايت دامنيې قوماندانۍ ودانۍ. دوهم: يولوی محبس چې په ټولوبين المللي معيارونوبه سمبال وي،دحرفوي زده كړومركزونه به هم ولري اودټول افغانستان په سطح به يونمونوي محبس وي. درېيم:- دپوليسوښوونيزمركزچې ددې ځای دپوليسوترڅنګ به دهمسايه ولايتونوپوليس هم پكې روزل کيږي. څلورم: دامنيتي ارګانونومشتركه قرارګاه. دعدلي اوقضايي سېسټم په رغولوكې ډېرې برياوې لاس ته راغلي.دمحاكمواوڅارنواليو ودانۍ په اساسي ډول جوړې شوي دي.عدلي قضائي اوحقوقي كدرونوته موروزنيزوركشاپونه جوړكړي، عدلي اوقضائي څانګوته مو(۱۱) عرادې موټرچې ددوی ترانسپورتي ستونزې حل کړي، برابرې کړي دي. دوسلوټولولوپروګرام چې دامنيت،سولې،پرمختګ لپاره ضروري ده. دغيرمسؤولوافرادوڅخه ټولې شي، مونږ دډاياګ دپروګرام له لارې تراوسه پورې له (۶۰۰) څخه زياتې درنې اوسپكې وسلې اوپه سوونوټنه مهمات مركزي دولت ته سپارلي اوميدان ښارموله غيرقانوني وسلوڅخه پاك اعلان كړی دی. دمطبوعاتوڅانګه: · دغه څانګه،چې ډېره مهمه ده،ددولت اوولس ترمنځ دپله حيثيت لري.زمونږپه ولايت كې ډېره غوړېدلې ده. · دسيدآبادولسوالۍ محلي راډيوله څوكلونوراهيسې اوريدونكيوته په زړه پورې مطالب وړاندې كوي. دملي تلويزيون نشرات چې تراوسه پورې ددې ولايت خلك ورځينې برخمن نه وه،به په نږدې ورځوكې خپل نشرات پيل کړي. · دافغانستان دملي ژورنالسټانوولايتي ټولنه جوړه شوېده. · دلته تر(۲۰)زياتې كلتوري اوادبي ټولنې فعاليت کوي،چې دهغوله جملې څخه (۱۱) ټولنې رسمآ راجسترشوي.مونږدغوټولنوته د(۶۰) زره امريكائي ډالروپه ارزښت مالي اوتخنيكي مرستې برابرې کړي، چې دې لړۍ ته به ادامه وركوو. · مونږپلان لروچې له دې وروسته به په هرې څانګې کې دبياجوړونې روانه لړۍ ولسواليوته غزوو،ددولت اومؤسساتوڅخه زمونږهيله ده، چې له دې وروسته په ولسواليوکې راسره دپرمختيا په موخه مرستې پيل كړي! دمشاعرې درنومېلمنو! دمڼې ګل دوديزه مشاعره دمؤقتې ادارې له رامنځته كېدو،وروسته يوځل بيا پيل شوې،چې ننۍ مشاعره يي څلورمه (٤مه) مشاعره ده.ددې مشاعرې بنسټ ايښودونكيويوښه او نه هېرېدونکی نوښت كړيدی.داځكه چې پدې مشاعره كې دمختلفوولايتونواوسيموخلك ديوبل له ستونزواوپرمختګونوڅخه خبريږي. دپېژندګلوۍ اودافكارودتبادلې يوښه فرصت راپه برخه كوي.اميدواريم چې دغه لړۍ دوام پيداكړي اوپه ښه ډول سره ونمانځل شي. درنوحاضرينو: زمونږهېواداوولس په ډيرحساس پړاوكي قرارلري،وضعيت ددې ايجاب كوي،چې دهېواد هرفردخپل ديني اوملي مسؤليت دهېواد دآبادۍ،دولس دسوكالۍ،امنيت اوديوه غښتلي،آباد افغانستان په وړاندې ادا كړي! دګران ټاټوبي آبادول يواځې ديوكس،دولت يا مسؤل كارندی، بلكې دټولوګډه اومقدسه فريضه ده.مونږ له خپل منتخب دولت څخه غوښتنه كووچې دګران هېواد دجوړونې اوثبات په خاطرچټك ګامونه واخلي.هرهغه څوک،اوهغه مسؤلين چې واقعآدولس دغوښتنوسره سم په ملي اوايماني جذبه،خدمت اوكاركوي هغوی كه دهېوادپه هرګوټ كې وي تشويق كړي اوامكانات ورته برابركړي دنظارت يوه ډله وګماري ترڅوسم اوناسم جوړونكي اوخدمت ګارتشخيص كړي. اوپه همدې اساس عمل وكړي.دهېواد جوړونه اوثبات ديوي ورځې اوكال كارندی- دڅولسيزوويجاړي وخت ته اړتيالري خوديوې سالمې، خدمتګارې ،وطن اوملي ګټوته ديوې وفادارې ادارې شتون اورامنځته كېدل يواساسي ركن دی،داځكه چې په ټولنه كې واقعي عدالت رامنځته كول، دثبات تامينول،دولسونوهوساكول ديوه دولت دنده اودخلكوبنسټيزه غوښتنه ده. ورونو! دهمدې اصولوپه نظركې نيولوسره بايد چې ټول دوطن ابادۍ ته مټې راونغاړو. درنوحضارو: مڼې چې ددې ولايت دنوروزراعتي حاصلاتوپه پرتله يوه ښه مېوه ده اوپه تېرووچكاليوكې يې حاصلات زيانمن شوي كوښښ كوو،چې له بڼوالوسره مرستې وكړوچې دمڼوحاصلات يوځل بيابهتراووده وكړي. موږدازادۍ داتل ارواښادغازي محمد جان خان په وياړاودرنښت يوه مېنه او يو،واټ دهغه په نامه نومولي دي.له خدای(ج) نه توفيق غواړو،چې دخپلونورواتلانو،يادهمداسې تازه وساتو! درنوحضاروموږ،تېر کال دمڼې ګل په مشاعره کې،چې په شيخ اباد کې جوړه شوې وه،له تاسوسره داژمنه کړې وه،چې دمرحوم ډاکټرعبدالوکيل خان دکرهنې پخوانی وزيراوپه هېوادکې دبڼوالۍ د پلارپه وياړبه په ميدان ښار کې يوڅلی ودرو،چې ياديې همېش ژوندی اوروح يې خوښ وي! له نيکه مرغه دخپلې ژمنې سره سم په دې وتوانېدو، چې په څلي باندې کارپيل کړو. په پای كې ددې ولايت له علمای كرامو،مشرانو،وكيل صاحبانو، ځوانانو، ليكوالانو،فرهنګيانواواستادانوڅخه هيله لرم،چې ټول په يوۀ غږ دولايت په امنيت ، بيارغونې ،پرمختګ اوسمسورتياكې زمونږسره لاسونه يوكړي. هيله من يم چي راتلونكي كال دمڼې ګل مشاعره په داسې حال كې ونمانځوچې ولايت موآباد، سمسوراو،ولس موهوسا اوخوشحاله وي!! .په ګران هېواد كې دسرتاسري سولې ،ملي يووالي اوپرمختګ په هيله وسلام ستاسوله پاملرنې څخه ډېره مننه)) له وينا نه وروسته ميرويس منصوردولايت دوګړيوپه استازيتوب دمېلې ګډونوالوته په شعر كې هركلى ووايه. هركلی پدې ډول ؤ، ستړي مه شئ ((ميرويس منصور)) دمڼې دګل پالونكواديبانوستړي مه شئ دشډلې پښتوژبې وارثانوستړي مه شئ خداى مو،راوله هركله په لېموموقدم كېږدئ دژوندي احساس لرونكوشاعرانوستړي مه شئ داچې ځير ځير درته ګورم په رنګونومومين يم دپتمن ولس سپين ږيرواوځوانانوستړي مه شئ څو،څوځله درته وايم صدقه موشم له سترګو موراوپلارنازولوماشومانوستړي مه شئ دشډلې پښتو ژبې وارثانوستړي مه شئ ورپسې داطلاعات اوكولتووزارت پيغام اودميدان وردګوولايت دهغوادبي اوفرهنګي ټولنوپيغامونه،چې مېلې ته يې استولي وو،يادونه وشوه. له پيغامونونه وروسته دمشاعرې لومړۍ برخه پيل شوه. هغه شعرونه،چې زماترګوتورارسيدلي،په لاندې ډول دي: زه چې کله زانګمه ټالۍ کړمه ((عزت الله ځواب)) زه چې كله زانګمه ټالۍ كړمه زړه كې دچا،يادډولۍ ډولۍ كړمه كوركلي كې ښكليوباندې وګرځم لږه لږه مينه ورډالۍ كړمه بيابه څانګې وكړم راشين به شم بيا كه چرته مات باران ګلۍ كړمه بيابه پرګنۍ په ډول راټولې كړم بيابه زركې مستې په شپېلۍ كړمه زه اوسېږم په تصويركې ليونى شوم دخپل زړګي په ويركې ليونى شوم ستادنوم ګردانولوستړى نه كړم په همدغه صرف ميركې ليونى شوم دسپين غرخمارسندرې راډالۍ كړې په شمشاداوپه پامير كې ليونى شوم ملنګان به رانه ډېرې منډې وكړي دميالي بابا ځنځيركې ليونىشوم چې په خپل سکني ورورمې ډزې وكړې ستا دپلارټوپک يم ديرکې ليونى شوم يوالهام راته دشپې په خوب كې وشو ځوابګله په شبګيردې ليونى شوم پيسې! ((عزت الله ځواب)) پيسې منم،چې دژوندون قيزه له تاسره ده رڼاله تاسره ده،توره شپه له تاسره ده چې مې په كار يې نو،لولۍ دچاکيسه كې نه يې اوس مې په جيب كې،خومې هم كينه له تاسره ده په تاكارونه دثواب اوعذاب دواړه كېږي ته چې له چاسره يې بس کيسه له تاسره ده تاچې لري هغوۍ مونځونه كړي زكات وركوي داميدونودورتلوكعبه له تاسره ده زمونږه ځمكه،زمونږغرونه مونږنه تاواخيستل زمونږدڅنګ ملګري وروڼه مونږنه تاواخيستل تا په جنګ واړولوتا په تپووويشلو زمونږخيبر زمونږ قامونه مونږنه تاواخيستل دښارله ښكلوسره غاړه غړۍ نه شوكيداى دڅوشېبومحبتونه مونږنه تاواخيستل زمونږايمان زمونږه زړونه مونږنه تاواخيستل زمونږدبام په سرګلونه مونږنه تاواخيستل پېسې منم چې دژوندون قیزه له تاسره ده رڼاله تاسره ده،توره شپه له تاسره ده پېسې داستاپه مدارټوله نړۍ وڅرخېده ډېره مجبوره شوله، ډمه جنۍ وڅرخېده ماته يې نن مازيګرسترګوكې خبرې وكړې ماته هم نن مازيګر پاس په بلۍ وڅرخېده سترګې يې وږې دي ګلاب افغانستان څه كوي ښه ورته ګوره ستالرونكي خاوندان څه كوي ستاخاوندان خپلوبچوته كمپيوټرزده كوي زما دكلي ببرسري ماشومان څه كوي څه كوي ماڅه كوي؟يارمې هم داستا نوكردى ته ورته ګرانه يې زماغوندې جانان څه كوي؟ شرمېږي نه په ديوثۍ باندې ډالر ټولوي هغوی دپلارنيكه غيرت څه كړي،ايمان څه كوي؟ خوپېسې تاچې لري هغه ارام نه لري خوب نه لري په خداى باوروكړه چې ټكی سړيتوب نلري ته ترېنه لاړې خودله ځانه سره ګوتې شماري تالېوني كړل كنه نورڅه ليونتوب نه لري پيسې منم چې دژوندون قيزه له تاسره ده رڼاله تاسره ده، توره شپه له تاسره ده داتاپسې خلك ديواوبل په كوراوړي منډې وهي ځمكې ته نه ګوري، پراوراوړي دابه منو،نن سـبا هريوكارپه تاكيږي څوك يې په نغدوخلاصوي اوپه چاپوراوړي كه محكمه كې دې قاضي صاحب ته پيسې وركړلې كه ملامت هم يې په بل چاباندې توراوړي دهريوجرم ابتدا،انتهاتاسره ده وفاله تاسره ده،هم جفا له تاسره ده دخداى په ځمكه كې دځمكې دعوه ګيرخدايانو تاسې پيسې باندې انسان نه سم حيوان جوړوئ نړۍ كې خلك جنګوئ اوتماشه يې كوئ دامنيت په نوم مدام دجنګ پلان جوړوئ تاسې داجوړ، راورانوئ اوكه نه وران، جوړوئ تاسې اوخداى چې دابه تاسې سره څوك ومني چې دې وران افغانستان نه به جاپان جوړوئ امنيت له تاسره دى،هم شورا له تاسره ده ساين اوكوساين رياضي، فزيك،كيميا له تاسره ده خواى د،دولت اودپيسوپه زورمغروره ياره ستاپه څېرډېرپه پښوراغلي په سروتلي دي دسكندرنه ترګورګين،بياكيوناري مكناټن، په شوق راغلي، خوبيابېرته په توبوتلي دي چاځان وژلى څوك مات ګوډپه تېښته وتښتېدل پېسې ترې پاتې دي تورمخ لكه دغلوتلي دي ځمكه له تاسره ده،پاس فضاله تاسره ده پوهه له تاسره ده، بس دنياله تاسره ده، سوالونه تاسره دي،ځواب له تاسره دى، ګناه له تاسره ده، عذاب له تاسره دى. چې پيسه نه وي اعتبارنه وي، باورنه وي دهغوخلكوخوشحالي نه وي، اخترنه وي زمونږغټ خېټي مشران يې حال نه، نه خبريږي داشېبې کمې وي چې ماباندې محشرنه وي ملامت نه دي پښتانه چې چاته ست نه كوي، په كوركې توره نه وي جومات كې يې ممبرنه وي په ماهم دا فرض ده،چې خلك له ريښتيا خبركړم زه خوملامت نه يم،شاعرخوپيغمبرنه وي. دمڼې ګله ((دشاعرنوم رامالوم شو)) دمڼې ګله له تاوروسته سرې مڼې راځي مڼې چې ختمې شي جيبونوته پيسې راځي دكوم وطن چې مڼې ښكلې وي مخونه ښكلي ځكه دځوانوشاعرانوزمزې راځي دښكلوجونوتشبيه تاسره كوي شاعران ښكليومخونوځان له تاسره تشبيه راځي خوندده هغووي،چې دچاچې وي دمڼوباغونه زمونږ دخواروپه خوبونوكې مڼې راځي من په پنځه سوه مڼې دي مونږ يې نه شوخوړاى زمونږ لپاره شنه بادرنګ خرې خرې راځي دنړۍ خلك ارمانجن دي دكابل دې مڼو اوميدان وردګ نه يې هم دا تكې سرې راځي راورسېدل ((ميوند فدا- خوست)) ته يې له واربې واره ماته راورسېدل راشه دمرګ اخطاره ماته راورسېدل تاله اسمانه غوښتل ماله جانانه غوښتل ته دې پېړۍ شماره ماته راورسېدل زه په لمبوكې خيشت يم ته په اوبوكې سوځې اې دكوثرخماره ماته راورسېدل كړي دجنت ازانګې په دوزخي ماحول كې خدايزده دچادپاره ماته راورسېدل تاپه تراشلې دعا غوښتل له خدايه راته اې د(فدا)نګاره ماته راورسېدل دوهم ((ميوندفدا- خوست)) نه مې غاړه كې زناردى، نه مې بت لره سجده ده اقتداء مې له خيام ده اومعبدمې ميكده ده نن مې هوس په ډوبيدوجنون ويښ شوسترګې مږي ساقي جام دې دوزخي دى، كه دې سترګوكې لمبه ده دالست(؟) په ورځ رضوان راسره ژمنه پخه كړي ويلې څكه يې څودې وس وي جنت زما په اجاره ده ستاكمان به شي زړه چاودىكه دې رازدفداولوست هريوتير به دې ختاځي كه دې نخښه څوپخه ده وخت دمڼې ګل شو ((نعمت الله رشيدي هوتک)) ځمكه ښايسته ده هرڅه ګوره حال يې بل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ بڼ ډك له ګلانودى- شوردبلبلانودى- بېل دبزګرانودى هرسړى خوشحاله، وايى فكرمې بدل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ سيندګوره په څپودی-نسيم په سردرودى-بنډارپه چينارودى دې چك ته چې راستون شوم رانه هېرښكلی كابل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ راغلې كوچيانې پېغلې-دازمريانې پېغلې-لودي،خلجيانې پيغلې اوس به څنګه وايم چې يارپاته په ګومل شو وخت دمڼې ګل شو،وخت دمڼې ګل شو +++ بيادابشاروپه لور-دنګو،دنګوغروپه لور-ځي اوس دمېلوپه لور پت اوپښتوپالي زماپه سترګوددوۍ پل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ دپېغلولارپه ګودر-منګي كتارپه ګودر-كوي به وارپه ګودر ټوله ګلاګل ده، په اوربل كې يې لابل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ چاوې وكيل خان نشته،زه يې په هران وينم ښكلى حسن بېګ اوابيران كې شهيدان وينم لست دنوميالوكې يې لوړپر ټول جهان وينم داكلام مې ځكه تاسې ټولوته تسل شو وخت دمڼې ګل شو. +++ سمه ده هرخواته ځم،مجلس كې داقاعده ده يوپربل مووژني وايي هله القاعده ده زه هوتك سپين وايم زما زيان ستاسوفايده ده كښينئ پښتنوجرګه موهېره كه څه چل شو وخت دمڼې ګل ده. په مېلې کې ځينې ترانې هم وويل شوې: دمڼې ګل ترانه ((دحضرت خالدبن وليددعالي ليسې دټيم ترانه)) تاسره مينه كوم تل دزړه له تله څومره ښايسته يې وۀ دمڼې ګله +++ اى مسافره داته له كومه لاره دې نه وه راته معلومه كنه ځولۍ مې درته مخې ته دروړله +++ سهارلېمې دې چې په خنداشي څه نازنينه يوه اداشي شمال دې ورو،وروهره پاڼه ښوروله +++ پرون دې خواكې چې درته ناست ؤ څه يې ګيله وه څه يې درخواست ؤ؟ بورابه غوږكې درته څه خبركوله؟ +++ دښايستونويوه دنيايې وايه دچايې رښتيابه وائې غماز څه ويلې خوماهيڅ ونه منله سلام دې وي دهقان ته ( درستم خېلودښوونځي دزده کوونکيوترانه) سلام دې وي دهقان ته بزګرانوته سلام دى ځوانانوته سلام دى. خدمت چې دوطن كړي دپاك ښكلي ګلشن كړي خادم دپاكې خاورې خادمانوته سلام دى ځوانانوته سلام دى ++++ ښايسته يې كړه ډاګونه پكې دي ښه ګلونه زرغون يې چې وطن كړ دهقانانوته سلام دى ځوانانوته سلام دى ++++ زه كړمه داپيغام دهر دهقان په نام چې دښتې ئې زرغون كړې بزګرانوته سلام دى ++++ رواج يې چې مڼې كړې هم زيړې هم يې سرې كړې مڼې ګل مشاعره كې شاعرانوته سلام دى ځوانانوته سلام دى ++++ چې ستايي دهقانان په شعرشاعران دامحفل يې چې رنګين كړ شاعرانوته سلام دى ځوانانوته سلام دى په مشاعرې کې ډېروشاعرانوشعرونه وويل، خو له بده مرغه ماته ټول شعرونه لاسته رانغله، چې اوس مې ټول ستاسې حضورته وړاند ې کړي، وای. خو خير که خدای پاک کول دغه شعرونه به ټول راغونډوم او ديوې ټولګې په بڼه به مينه والوته وړاندې شي.چې ددې ټولګې لګښت دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي په غاړه اخيستی دی. دمشاعرې داولې برخې له پاى ته رسېدونه وروسته مشهورليکوال، شاعر ښاغلي استاد اصف صميم دمشاعرې په اړه خبرې وكړې هغوی وويل،چې دغه ډول غونډې دادبي پارلمان حيثيت لري.او شاعران پکې خواږه اومينه ويشي. هغه مشاعرې كې دګډون كولوله كبله ،له ګډونوالونه مننه وكړه.هغوۍ وويل،كه ټول ځوانان شاعران شي نوبې ضرره به شي اوهيچا ته به ازارونه رسوي. هغوی دمشاعرې دپيل په اړه وويل،چې مشاعره ښه وه،خودافغانانودعادت له مخې په خپل وخت پيل نشوه اودنهوبجوپرځاى په لسوبجوشروع شوه. هغه په پاى كې دميدان وردګوولايت له والي نه مننه وكړه اودعايې وكړه،چې خداى(ج) دې زمونږ له سره دغسې فرهنګپال نه كموي. داستادله خبرو،نه وروسته والي عبدالجبارنعيمي ته دافغانستان دژورنالستانوددفاع كومېټې لخوا مډال وركړل شو.دمډال په تشريحي پاڼه كې داسې متن ليكلى دی(( په وردګ ولايت كې دخبري رسنيودملاتړاوپه دغه ولايت كې دهراړخيزې بيارغونې په برخه كې دوالي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخدمتونوستاينه اومننه كوي اودمننې په دود ښاغلي والي ته مډال وركوي. له څښتن تعالى جل جلاله څخه دوالي ښاغلي نعيمي لابرياوې غواړي،دافغانستان دژورنالسټانوددفاع كوميټې مشر،ضياء بوميا)) همداشان نوموړي ته يوبل مډال هم ورکړل شو،چې دګوربت مډال په نامه دی، ددغه مډال په تشريحي پاڼه كې راغلي((ګوربت مډال- دوردګ اوميدان ولس اومشران په دې ولايت کې دهراړخيزي بيارغونې په برخه کې دولايت والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخدمتونوستاينه اومننه کوي اودمننې په دود ښاغلي والي ته ګوربت مډال ورکوي.له ستررب جل جلاله څخه دوالي ښاغلي نعيمي لابرياوې غواړي. –دوردګ اوميدان ولايت دولس اومشرانوپه استازيتوب استادحبيب الله رفيع.)) دمډالونوبرسيره د(( پژواك څبري اژانس)) لخوا هم يوستاينليك والي ته وركړل شو،ددغه ستاينليك متن دادى((دپژواک خبري اژانس دميدان وردګ والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي،دبيان دازادۍ په لاغوړولواونوروفرهنګي چاروکې دزياراو هلوځلوله امله،په ستاينليک نازوي او په دې لاره کې ورته دنوروبرياووهيله کوي-دانش کړوخېل- لاسليک)) پدې پسې دويسادورځپاڼې مسوول مديرمحمدزبيرشفيقي هغوکسانوته چې دمڼې ګل مېلې اساس په ايښودلوکې يې ونډه درلوده،ستاينليكونه وركړل شول.دستاينليكونو،له وېش نه وروسته دډوډۍ ترتيارېدوپورې ځينونوروشاعرانو هم شعرونه وويل. له ډوډۍ نه پسته دمڼودپلار-ډاکټر نجيب الله ددورې دكرهنې وزيرارواښادډاکټرعبدالوکيل په ياد،دميدان ښارپه سولې پارک كې، دچارواکيو،قومي مشرانو،فرهنګيانواودفرهنګ مينوالولخوا ديادګاري څلي بنسټ كښېښودل شو. له څلي نه وروسته پتيل شوې وه،چې داتڼ اومشاعرې بله برخه به شروع شي،خو دشاعرانودتيتېدلو اوخورېدل له امله دوهمه برخه مشاعره ونشوه،چې له کبله يې دځينوشاعرانوشعرونه هم پاتې شول.په دې ډله کې عبدالرحمان رحيل، دلوګرولايت يومشر ولسي شاعر هم شامل وۀ، هغه ډېره مينه درلوده چې شعريې بايد ويلای وای،نو له همدې امله مې دهغه شعرواخيست او دادی ستاسې حضورته يې وړاندې کوم.هغه وويل،چې په زرګونوشعرونه يې ليکلي،خودمالي ربړوله کبله يې لاتراوسه کوم شعري جونګ ندی چاپ شوی.)) په وحدت كې نيك نامي اوكاميابي ده په وحدت كې بدنامي اوبربادي ده په فرقت كې غليم غواړي چې تاڅرنګه راګير كړي باخبربې پروامه ګرځه غفلت كې ددوستۍ جامه كې تاته په كابوده چې اخته كړي تاپه داسې مصيبت كې دمرګي زهربه دركړي ناببره دهلاك خواړه به دركړي په شربت كې دتقوالباس كې ګوره سورلېوه ده كله تاسرلوړى غواړي په عزت كې داسې وايي چې مدام ماته محتاج وي وږي تږى وي اخته په ډېر زلت كې فكروكړه سردټيټ كړه خپل ګرېوان ته لاترڅوبه يولګيا دبل خدمت كې باغيرت شه له خپل مټه دې كار واخله باقي ژونددې تيروه په شرافت كې مسلمان دخداى(ج)غلام دبل چانه دى كه ته پوه شې خپل عزت اوپه حرمت كې تش ويل خوبې عمله په كارنه دي كار،عمل كړه داسې وړاندې صداقت كې زه رحيل ((عبدالرحمان)) وايم بيدارشه دښمن مه پرېږده په خوب اوراحت كې |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
مڼې ګل د مشاعرې راپورتاژ ګل آغا احمدي وردګ د مڼې ګل مشاعره د وخت په تیریدو سره ورو ورو د ولسوالۍ له سطحې څخه د ولایت او د ولایت له سطحې څخه د هیواد او سیمې کچې ته خپل حضور لوړ کړ چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د سږ کال مشاعرې ته د زرګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو، پوهانو، حکومتي چارواکو، محصیلینو، زده کوونکو، قومي مشرانو، بزګرانو او عامو وګړو سربیره د نړیوالې ټولنې ځینو استازو راتګ د دې ادعی د غوره ثبوت د پخلي تر ټولو ښه نښه ده. د مڼې ګل مشاعرې اوس مهال یوه روښانه بین الافغاني بڼه خپله کړې ده چې د دغه ستر کلتوري بري له کبله د مڼې ګل ټولو لارویانو، د وردګو او میدان د ولایت اوسیدونکو، د ولایت حکومتي چارواکو او ټول افغان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وایو. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
د مڼې ګل د مشاعرې خبرتیا د مڼې ګل د مشاعرې ټولو لیکوالو ګډونوالو ته خبر ورکول کیږي چې خپل نظمونه، غزلې، شعرونه او پیغامونه چې په دې مناسبت یې تهیه کړې وو موږ ته د یو یو قطعه فوتو (عکس) سره یو ځای را واستوﺉ. همدارنګه د هیواد له هغو شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو څخه هم په درنښت هیله کیږي چې خپل تیهه کړي کلامونه را واستوي . چې د مڼې ګل په مشاعره کې یې د ګډون نیت درلود خو د مختلفو عواملو له کبله یې په مشاعره کې ګډون شونی نه شو څو خپل پیغامونه، شعرونه، نظمونه او لنډې نثري ټوټې له خپلو فوتوګانو سره یو ځای د لاندې بریښنالیک پتو له لارې را واستوي څو په هغه ټولګه کې چاپ شي چې په همدې مناسبت یې د وردګو او میدان د ولایت مقام د چاپ ژمنه کړې ده ډیره مهرباني به مو وي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||
|
|
|
|
|
دميدان وردګوولايت دراډيواوټلويزيوسرپرست ديوۀ ټکر په نتيجه کې زخمي شو ٢٦ غوای: دميدان وردګوولايت دراډيواو ټلوېزيون سرپرست اوپه ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دملي ژورنالسټانو رئيس رحيم ګل منصف ديوې ټرافيکي پېښې په نتيجه کې ژوبل شو. دغه ټکر دکابل-کندهار دلوېې لارې د ارغندي په سيمه کې د يوه ټونس او باري لارۍ دمخامخېدوپه نتيجه کې رامنځته شوه،چې نوموړی په کې سخت ژوبل او درې تنه نورپکې ووژل شول.
دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي دمنصف دپوښتنې پرمهال هغه سره يوڅه نغدي مرسته وکړه.
اوس مهال په دغه ولايت کې دنوموړي چارې داطلاعات او کولتور رياست رئيس ځلمی مايار ترسره کوي. ادامه مطلب |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||