|
|
|
|
|
دمبارک ميلاد په وياړ دميدان وردګوولايت والي وينا
11 حمل ١٣٨٦-ميدان ښار-اېمل: بسم الله الرحمن الرحيم وماارسلنك الارحمه للعلمين نحمدُه ونصلي علٰي رسولِه الكريم امابعد! دميدان وردګو ولايت جيدو علماء كرامو، دجوماتونوملاصاحبانو،دمدرسو مدرسينو، دولسي جرګي، مشرانو جرګې اودولايتي شورا، درنو استازيو، قدرمنو مشرانو، جهادي قوماندانانو، مجاهدينو، دولتي كاركوونكېو،دتركېې ددوست هېواددبيارغونې دټيم مسوولينو! السلام عليكم ورحمت الله وبركاته! له هرڅه نه مخكې دبشريت دسترلارښود خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی( ص) دنېكمرغه ميلادپه مناسبت تاسو،درنو هېوادوالواودنړۍ ټولومسلمانانوته دزړه له كومې مباركې وايم! قدرمنو حاضرينو! دلوی خدای پاك شكراداكوم، چې نن مونږاوتاسې دحضرت رسول اكرم(ص) دمبارك اوباسعادته ميلاد په محفل كې سره راغونډ شوي يو! دحضرت محمد مصطفي (ص) په مبارك ميلاد سره بشري نړۍ دجهالت له توروتياروڅخه خلاصه اوټول ناوړه دودونه چې په عربو كې رواج ؤ له منځه ولاړل. حضرت محمد( ص) لادجهالت په زمانه كې دصادق اوامين په نامه پېژندل كېدۀ.اودعربو په منځ كې په وفا، نيكې معاملې، ښه نامه اوپاك خوی باندې مشهورؤ. كه څه هم رسول (ص) په وړكتوب كې يتيم اودنيكه،كاكا له ترحم څخه بې برخې شو ی ؤ، خو دخدا ی( ج) اراده پدې شوې وه، چې رسول اكرم( ص) به پېغمبروي او هغه به خاتم الانبياء وي رسول اكرم( ص) پر خپل امت،يتيمانو فقيرانواومظلومانو ډېرمهربان ؤ. دنبي كريم( ص) کړنې اوافعال پرځانونو تطبيقول دمسلمانانولپاره له بې لارۍ څخه دخلاصون يواځنۍ لارده. داسلام مبين دين دانسان كرامت او پت ته په ډېرعزت قايل دی. اودغه دواړه يې دانسان د ژوند او مال له ساتنې سره مساوي ښودلي دي. رسول اكرم (ص) په حجته الوداع كې دعرفات په غونډۍ خلكو ته داسې فرمايلي دي: درنوحاضرينو! دتېرودوه نيمولسيزوتپل شويو،جنګونوزمونږ هېواد زيات ويجاړكړی. ګڼ شمېر هېوادوال موشهيدان شوي.زيات شمېروګړي معلول اومعيوب شوي. دولتي تاسيسات ټول وران شويدي، خو له نېكه مرغه دبون دتوافقاتو پراساس په هېوادكې موقته اداره رامنځته شوه،اساسي قانون تصويب شو، پارلماني ټاكنې په برياليتوب سره ترسره شوې.درايو په اكثريت سره جلالتماب حامد كرزی، دجمهوررئيس په حيث انتخاب شو. نن ورځ دسولې اوبيارغونې دښمنان نه غواړي چې وطن مواباد وي، نه غواړي چې سوكاله اوارامه ژوند ولرو. تاسو ګورئ چې هغوی انتحاري حملې كوي ځان وژنه اودملكې، بې ګناه اوبې دفاع خلكو وژل ددين اوشريعيت پرخلاف عمل دی. هغوی ښوونځي سوځوي ،دولتي تاسيسات ورانوي اونه پرېږدي چې زمونږ اوتاسواولادونه باسواده شي.دوی نه غواړي، چې دوطن بچيان علم زده كړي، نوبې ګناه ډاكتران،انجنيران، ښوونكې اواستادان شهيدانوي چې داټول عملونه دشريعت پرخلاف ناروا عملونه ګڼل كېږي. درنو حاضرينو! راځئ، چې ديووالي،وحدت لاسونه سره وركړو! دورورۍ اواخوت په فضاء كې دخپل وران ويجاړهېوادپه ابادولوكې مټې راونغاړو.پدې حساسو شرايطو كې دديني علماء كرامو،دجوماتونو ملاء امامانو، دمدرسو دمدرسينو اومشرانو ديني دنده ده، چې خپلې ديني وظيفې په ښه توګه ترسره كړي. دښمنانودناروا اوناوړو تبليغاتومخنيوي وكړي.دخپل مشروع اوقانوني دولت څخه ننګه اوملا تړوكړي. دكوكنارو دكښت ،دغيرقانوني وسلواومهماتودساتلو په مخنيوي اودتروريستي اعمالواوانتحاري حملوچې دهغه په ترڅ كې بې ګناه اوبې دفاع خلك وژل كېږي، په كلكه خپلې مبارزې ته دوام وركړي اودښوونځيو په ساتلوكې خپلې دندې ترسره كړي.زه دميدان وردګو ولايت دجيدوعلماء كرامو، ملاءامامانو اومشرانو نه چې پدې ولايت كې دسولې اوامن، دفضاء په رامنځته كولوكې خپلې مرستې جاري ساتلي مننه اوقدرداني كوم. واقعاً تاسوپدې هكله زياتې مرستې ترسره كړي.هيله لرم چې دپخوا په شان خپلومرستوته دوام وركړئ. دخبرو اوروا تبليغاتو له لارې دسولې اوثبات په پياوړتيا كې دهيڅ رازهلوځلو نه ډډه ونكړئ! زمونږ غېږ دهغوخلكو پرمخ چې دبعضې عواملوله كبله دخپل وطن نه جلا ژوندكوي خلاصه ده.هيله لرم،دداسې خلكواودهغوی دكورنيوسره خبری اتری وشي، چې دملي مصالحي دمستقل كميسيون دهلوځلواوتلاښونوله لارې خپل وطن ته راستانه اوخپل عادي ژوندته دوام وركړي. مونږ سږكال ددې ولايت دهراړخيزې بيارغونې لپاره زيات پلانونه لرو. دتركېې دوروراودوست هېواد، د بيارغونې ټيم ستاسو په خدمت كې دی. دوی دتېركال راپديخوا ډېرې عام المنفعه پروژې جوړې كړيدي.ددوی په مرسته به زيات جوماتونه جوړاوترميم شي.همدارنګه ديادونی وړبولم چی دامريكا دمتحدوايالاتو دسفارت او بيارغونې ټيمونوزمونږ دولايت له عدلي اوقضائي سيستم سره ډيرې مرستي كړي اودغه راز دنوروموسساتواوانجوګانومرستې د قدراو ستاينې وړدي. همدغسې، به دښوونځيو،كلينيكونو،زراعت په څانګوکې او ددولتي تاسيساتو په جوړولوكې ډېرې مرستې وكړي، خوداټول پرمختګونه امنيت ستاسې علماء كرامو جدي مرستي ته اړتيا لري. كه چيرې خدای مكړه امنيت خراب وي، دهيڅ يوي پروژې كارسرته نه رسيږي اولادونه مومكتب ته نشي تللی اودتېروكلونوناخوالې اودربدرۍ به بيا تكرار شي. راځئ! ددې طلاي چانس نه چې دنړۍ زيات هيوادونه زمونږ دويجاړهېوادپه ابادولوكې ونډه اخلي اعظمي استفاده وكړو،چې ولس مودسوكاله او اسوده ژوند خاوند شي. او دامن، سولې، ثبات،ملي وحدت، ورورۍ اواخوت په فضاء كې خپل ارام اوډاډمن ژوند ته دوام وركړي. په اخركې يوځل بيا ستاسو راتګ ته دزړه له كومې ښه راغلاست وايم. هركله راشئ! په خير راشئ! دميدان وردګو ولايتي اداره ستاسو په خدمت كې ده.بياهم يادونه كوم چې نيكمرغه دې وي دحضرت محمد( ص) با سعادته ميلاد! له پاملرنې نه مو مننه! |
||
|
+
نوشته شده در ساعت توسط سپوږمۍ
|
|
||